IMF: نړیواله ټولنه دې د کډوالو چاروکې افغانستان سره مرسته وکړي

د پیسو نړیوال صندوق «IMF»وايي، نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره د راستنېدونکو او کورنیو بېځایه شویو کډوالو د ځای پرځای کولو په چارو کې مرسته وکړي.

د راپورونو له مخې په ۲۰۱۶ کال کې شااوخوا اووه لکه کډوال له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته ستانه شول او کارپوهان اټکل کوي چې په راتلونکو اتلسو میاشتو کې ښايي دوه نیم میلیون نور افغان کډوال هم خپل هېواد ته ستانه شي.

د پیسو نړیوال صندوق اټکل کوي چې دا شمېره به د افغانستان پر درې دېرش میلیونه وګړو نور په سلو کې لس هم زیات کړي.

د ملګرو ملتونو د احصاییې له مخې افغانستان له سوریې وروسته تر ټولو زیات کډوال او کورني بېځایه شوي خلک لري.

«IMF» په یوه راپور کې چې پرون خپور شو ویلي دي چې پرو سږ کال د جګړو د پراخېدو له کبله په افغانستان کې د کورنیو بېځایه شویو پر شمېر نږدې یو میلیون نور کسان زیات شوي او زیاتوي چې د کورنیو بېځایه شویو ستونزه وضعیت نورهم پېچلي کوي.

«IMF» وايي، په افغانستان کې د وزګارتیا او څو لسیزو جګړو له کبله د کورنيو بېځایه شويو کچه هسې هم لوړه ده نو ځکه نړیواله ټولنه له دې ستونزې سره د مقابلې لپاره باید له افغانستان سره مالي مرسته وکړي.

د پیسو نړیوال صندوق د تېر کال له دوبي راهیسې د افغان حکومت د اصلاحاتو له پروګرام سره مالي مرسته کوي.

IMF د تېرکال راهیسې د افغانستان د اصلاحاتو پروګرام سره مرسته کوي.

د دې مالي مرستې په ترڅ کې له افغانستان سره د درېیو کلونو په ترڅ کې ۴۵ میلیون ډالره مرسته کېږي.

د دې پروګرام له مخې راستنېدونکو ته د کاروبار لپاره په لږ ګټه اوږد مهالي پورونه ورکول کېږي.

د پیسو نړیوال صندوق وايي، اوس مهال افغان حکومت هر راستنېدونکي کډوال ته ۴۰۰ ډالره مرسته ورکوي خو له ځینو بیوزلو کورنیو سره د اړتیا وړ موادو مرسته هم کېږي.

«IMF» خبرداری ورکوي چې که له افغانانو سره بشري او اقتصادي مرستې ونشي نو ښايي افغانستان چې هسې هم له امنیتي او ټولنیزو ستونزو سره لاس ګرېوان دی له نویو لانجو سره مخامخ شي.