ګاسمن: افغانستان کې د بشري حقونو لاسته راوړنې ګواښ سره مخامخ دي

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په خپل کلني راپور کې ویلي چې افغان حکومت تېر کال د بشري حقونو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې نه درلودې او د ملي وحدت حکومت خپلمنځي اختلافات د تېرو پنځلسو کلونو لاسته راوړنې هم ګواښي.

دغه سازمان لیکي د امنیتي وضعیت لا خرابېدل په افغانستان کې د بشري حقونو د ښه والي هڅې ټکنۍ کړي دي.

یاد سازمان وایي، د افغان حکومت او وسله والو مخالفینو ترمنځ یې د جګړو دوام په ۲۰۱۶ کال کې څه باندې اته زره ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د راپورو له مخې ډېری ملکي تلفات د وسله والو طالبانو د بریدونو او یو شمېر هم د افغان ځواکونو او حکومت پلوه ملېشه ډلو په بریدونو کې رامنځته شوي دي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان زیاتوي په حکومت کې د واکمنو سیاسي رقیبانو خپلمنځي اختلافاتو او د سیاسي ارادې نشتوالي، د ښځو حقونو د ډاډمنولو، د نیمه پوځي ډلو د خلاف کاریو د کنټرول، د بیان ازادي او د ښونځيو د خوندیتوب په برخو کې د هڅو مخه ډب کړې ده.

د افغانستان لپاره د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د څانګې لوړپوړې څېړونکې «پاتریشیا ګاسمن» ازادي راډیو ته وویل، سره له دې چې حکومتي مشران د قدرت په اړه خپلمنځي شخړې کوي، په دغه هېواد کې د بشري حقونو په برخه کې د تېرو پنځلسو کلونو لاسته راوړنې هم له خطر سره مخامخ دي.

نوموړې زیاته کړه:

"تېر کال د ملي وحدت حکومت ونه توانید لاسته راوړنې ولري او یا شته لاسته راوړنې خوندي کړي، اوس د تېرو پنځلسو کلونو لاسته راوړنې هم له جدي ګواښ سره مخامخ دي، دغه راز د امنیتي وضعیت د لا خرابېدو له کبله ډېری ملکي وګړي وژل شوي دي، ډېری یې د طالبانو د بریدونو او له بده مرغه یو شمېر یې د دولتي ځواکونو او هم نیمه پوځي ملېشو لخوا."

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په خپل دغه راپور کې زیاتوي چې د ملګرو ملتونو شمېرې ښیې چې وسله وال طالبان د ملکي تلفاتو ۶۱ فیصده مسؤلیت لري او ۲۳ فیصده مسؤلیت د حکومتي ځواکونو او نیمه پوځي ملېشو بلل شوی دی.

افغان دولت بیا وایي، د ملکي وګړو د ساتني لپاره تر خپله وسه هڅه کوي او د تلفاتو اصلي عاملین وسله وال مخالفین بولي ځکه هغوی ملکي وګړي د سپر په توګه کاروي.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل چې افغانستان له نړیوال تروریزم سره مخامخ دی او مجبور دی له ځانه دفاع وکړي.

رادمنش: اصلاً د ټولو تلفاتو مسؤل طالبان دي.

نوموړي زیاته کړه:

"اصلاً طالبان یا هغه کسان چې د دولت پر ضد وسله کاروي، د دې ټولو تلفاتو مسؤل دي هر ځای چې د دښمن ځالې جوړېږي موږ د تصفیوي عملیاتو له لارې غواړو خلکو ته سوله ییز ژوند برابر کړو، خو دښمن له خلکو څخه د سپر په توګه استفاده کوي."

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په وروستي راپور کې دا هم راغلي چې وسله وال طالبان او افغان حکومتي ځواکونه دواړه د جګړو په سیمو کې له ښوونځیو څخه پوځي استفاده کوي چې په نتیجه کې یې سلګونه زره ماشومان په تېره بیا انجونې له زده کړو بې برخې شوي دي.

خو دفاع وزارت وایي د دوی هڅه تر ډېره دا ده چې ښوونځي د وسله والو مخالفینو له موجودیته پاک کړي.

دغه سازمان له افغان حکومت څخه غواړي چې د هغو نیمه پوځي ملېشو په وړاندې چې د بشري حقونو په جدي سرغړونه تورن دي، اقدام وکړي ملکي وګړي خوندي کړي او د اصلاحاتو په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.