م.م: ۲۰۱۶ کال کې تر ۶ لکو زیات افغانان له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي

د دوشنبې په ورځ ملګرو ملتونو د افغانستان د بې‌ځايه شویو کسانو په اړه راپور خپور کړ چې وايي، د ۲۰۱۶ میلادي کال پر مهال شپږ لکه او درویشت زره افغانان له خپلو کورونو څخه بې‌ځایه شوي دي.

د راپور له مخې، د بې‌ځايه شويو کسانو شمېر هغه وخت زيات شو چې په دغه هېواد کې جګړه زياته شوه.

پر همدې مهال د افغانستان د کډوالو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفيظ احمد مياخېل بیا ازادي راډيو ته وويل چې په ټول هېواد کې د بې‌ځايه شویو کسانو مجموعي شمېر يو میليون او درې سوه زرو کسانو ته رسېږي چې ډېری يې له نا امنه ولايتونو څخه د جګړو له کبله بې‌ځايه شوي دي.

ښاغلی مياخېل د بې‌ځايه کېدو اصلي لامل جګړې او نا امني بولي.

دی وايي، د کډوالو چارو وزارت له يو شمېر مؤسسو سره کار پيل کړی تر څو دغو بې‌ځايه شویو کورنیو ته مرستې ورسول شي.

د مياخېل په وينا په دې برخه کې وزارت يو پلان جوړ کړی چې د هغه پلان له مخې دوه لکه او لس زره بې‌ځايه شوي کورنۍ او هغه افغانان چې هېواد ته راستانه شوي، عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

میاخېل: بېځایه شوي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړه:

"د دغو مرستو لپاره چې موږ بررسي کړې ده، ۱.۹ میلیونه افغانیو ته اړتيا ده، يو شمېر نړيوالو مؤسسو له موږ سره ژمنه کړې ده چې له اتيا زره کورنيو سره به دوی مرسته کوي او د دې تر څنګ موږ خپل جوړ کړی پلان حکومت ته وړاندې کړی او تر اوسه مو ځواب نه‌دی تر لاسه کړی، په یو شمېر ولايتونو کې په ورته وخت کې مرستې او سروې روانې دي."

نوموړي همداراز وویل چې په ورته وخت کې يو میلیون او شپېته زره افغانان هېواد ته بېرته ستانه شوي دي چې ډېری شمېر يې له پاکستانه راستانه شوي دي.

د ده په وينا په نورو کلونو کې دومره لوی شمېر افغانان بېرته هېواد ته نه‌وو ستانه شوي لکه يوازې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې چې راستانه شول.

کډوال: له سختو ستونزو سره مخ یو.

​له پاکستانه راستون شوی یو افغان د هغو افغانانو په اړه چې له دغه هېواده بېرته افغانستان ته راستانه شوي، داسې وایي:

"له پاکستان څخه راستانه شوي کډوال په ننګرهار کې په ډېرو سختو شرايطو کې ژوند کوي او هېڅ ډول سرپناه نهلري، ډېری د کونړ خلک هم جلال‌اباد ته راغلي او دلته ځای پر ځای شوي دي، کونړ داسې سيمه نه‌لري چې څوک هلته په‌کې واړوي، د ننګرهار د مهاجرینو رئيس صیب باید کونړيانو ته هم توجه وکړي."

يو بل کس چې له پاکستانه زابل ولايت ته بېرته راستون شوی دی داسې وايي:

"دا څلور مياشتې کېږي چې راغلي يو، له هغه راهيسي راسره هېڅ ډول مرسته نه‌ده شوې، موږ د ځايو کرايه نه‌شو ورکولای، موږ ته بايد ځای را په ګوته کړای شي چې موږ په خپله کورونه پرې جوړ کړو."

د بشري مرستو د اړتياوو په برخه کې د ملګرو ملتونو يو وروستی راپور وايي چې په افغانستان کې شااوخوا نهه میلیونه کسانو ته د مرستو اړتيا ده چې دا شمېر د ۲۰۱۵ ميلادي کال په پرتله ۱۳ فيصده زیاتوالی ښيي.