نا امنیو او ځينو نورو ستونزو د کانونو وزارت کارونه ټکني کړي

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، يو شمېر لوی قراردادونه د تړون کوونکو شرکتونو د ژمنو د نه عملي کېدو او نا امنۍ له امله ټکني شوي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د لویو قراردادونو د پلې کولو په برخه کې د شرکتونو لخوا په وخت سره د ژمنو نه عملي کېدل، نا امني او يو لړ تخنیکي ستونزې هغه عمده لاملونه دي چې د دوی د کارونو مخه يې ډب کړې ده.

د دغه وزارت ویاند ذبیح الله سروري د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د وړو قراردادونو په برخه کې د دوی کارونه ښه پرمخ روان دي، خو د لویو قراردادونو په برخه کې دوی له يو لړ ستونزو سره مخ دي.

سروري: د لویو قراردادونو په برخه کې له ستونزو سره مخ یو.

نوموړي زیاته کړه:

"اکثراً واړه قراردادونه دي چې د ودانیزو توکو قراردادونه دي د وزارت لخوا څارل کېږي او پرمخ ځي، خو په ځېنو لویو قراردادونو کې فعالیتونه يو څه ټکني شوي دي چې بېلابېل لاملونه لري، له یوه اړخه نا امني او بې ثباتي د دې لامل شي چې کارونه له خنډ سره مخ شي او له بله پلوه تړون کوونکي نه دي توانېدلي چې خپلې ژمنې پخپل وخت عملي کړي."

ښاغلی سروري وايي، هغه شرکتونه چې پخپلو ژمنو کې پاتې راغلي دوی پرې د یو لړ فشارونو ترڅنګ بندیزونه هم لګولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کانونو د څار بنسټ چې د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ په چوکاټ کې فعالیت کوي څه موده وړاندې د افغانستان د کانونو په برخه کې د پراخ فساد خبره کړې وه او ویلي یې و چې د کانونو او پټرولیم په وزارت کې د سرپرستۍ دوام او د کانونو د عوایدو په راټولولو کې د مالیې وزارت مدیریتي ضعف د افغانستان د کانونو د کیندنې په وړاندې یوه بله ستونزه یادوي.

تر دې دمخه د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت پخواني ویاند ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي و چې په افغانستان کې د کانونو د کېندنې په وړاندې یوه مهمه ستونزه د مقررو نه شتون دی چې دوی پرې کار کوي.

په ورته وخت کې يو شمېر اقتصادي کارپوهان هم د کانونو د استخراج او د لویو قراردادونو په برخه کې د فساد خبره کوي او له حکومته غواړي چې په دې برخه کې د مافیايي کړیو مخه ونیسي.

د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد اکبر د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې له يوه اړخه د کانونو په قراردادونو کې فساد موجوده دی او له بله اړخه زورواکي په غېر قانوني ډول د کانونو په کېندنو لګیا دي.

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ او ستاسو کانونه تالا شول، يو خو په قراردادونو کې فساد موجود دی، بل لوی فساد دا دی چې زورواکي او مافیا پرته له کوم قرارداده په خپل سري ډول له دغو کانونو ګټه اخلي."

اکبر: زموږ او ستاسو کانونه تالا شول.

ښاغلی اکبر وايي، حکومت ته په کار ده چې د کانونو په برخه کې خپله پاملرنه ډېره کړي او په دې برخه کې د مافیايي کړیو او فاسدو افرادو مخه ونیسي.

د نوموړي په خبره، که حکومت له خپلو طبیعي زېرمو څخه په سمه توګه ګټه واخلي نو د افغانستان طبیعي زېرمې افغانستان په ځان بسیا کولای شي.

راپور: واصل واصل