۲۰۱۶ کال کې د راستانه شویو کډوالو شمېر، ستونزې او د حکومت ژمنې

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ۲۰۱۶ میلادي کال د کډوالو لپاره د تحرک کال بولي وايي، په دغه کال کې د کډوالو راستنېدنه په بې‌سارې توګه لوړه وه.

د دغه وزارت ثبت شوي شمېرې ښيي چې په ۲۰۱۶ کال کې ټول ټال یو میلیون او ۴۴ زره کسان هېواد ته راستانه شوي او ورسره د تېر کال په پرتله کمو افغانانو اروپايي هېوادونو ته پناه وړې ده.

۲۰۱۶ کال کې یو میلیون او ۴۴ زره کسان هېواد ته راستانه شوي.

د افغان کډوالو په وړاندې د کوربه هېوادونو د سیاستونو بدلون، د افغانستان او پاکستان د اړیکو خرابېدل، د کډوالو څخه د فشار د الې په توګه د کوربه هېوادونو استفاده او ځيني نور هغه دلایل یادېږي چې کډوال‌یې بېرته راګرځېدو ته اړ کړي دي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د ځينو همدې دلایلو له امله تر ټولو ډېر افغان کډوال چې په لسیزو یې د کډوالۍ ژوند تېر کړی و په ۲۰۱۶ کال کې د هېواد غېږې ته راستانه شوي.

د یاد وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل وايي چې که څه هم په خپله خوښه او تدریجي توګه د کډوالو راستنېدل د دوی یو مهم هدف دی، خو یوځایي د دومره لوی شمېر کډوالو راتګ ته په کتو ۲۰۱۶ کال له ستونزو ډک کال یادوي.

میاخېل: ۲۰۱۶ کال کې تر نورو کلونو زیات کډوال راستانه شوي.

نوموړي زیاته کړه:

"په تېرو دیارلسو کلونو کې په دومره کچه افغانان هېواد ته نه‌و راستانه شوي لکه په ۲۰۱۶ کال کې چې راغلي دي، په مجموع کې یو میلیون او څلور څلوېښت زره او شاوخوا دوه سوه کسان د کال له پیله بیا تر وروستیو پورې هېواد ته راستانه شوي دي."

ښاغلی میاخېل وايي، له دې شمېرې یې ډېر یعنې څه باندې شپږ لکه کډوال له پاکستانه او پاتې نور یې له ایران او ځينو نورو هېوادونو راستانه شوي دي.

میاخېل: شپږ لکه کډوال له پاکستانه راستانه شوي.

د شنونکو په باور ډېری کډوال هغه وخت راتلو ته اړ شول چې پاکستان له افغان حکومت سره د سولې، ثبات او ځینو نورو برخو کې کړې ژمنې عملي نه‌کړې، دغو دوو ګاونډيو هېوادونو د تورخم په دروازه نښته وکړه او پاکستان د فشار په توګه د افغان کډوالو ځورول او نیول ډېر کړل.

په داسې حال کې چې په هېواد کې دننه هم حالت له پخوا خراب شوی و، د هېواد په اکثره سیمو کې له نښتو ورهاخوا داخلي اختلافاتو زور اخیستی و افغان لوری د کوربه هېوادونو فشار ته تسلیم نه‌شو بلکې د خپل وطن ګل وطن تر نوم لاندې یې د کډوالو راستنېدو کمپاین پیل کړ او جمهور رئیس غني وویل چې د کډوالو له راستنېدو پرته افغانستان نیمګړی دی.

د راپورونو له مخې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له یرغل وروسته په ۱۹۷۹ کال کې تر ټولو ډېر افغانان د افغانستان له اوسنیو پولو دباندې مېشت شول.

په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د راستانه شویو کډوالو شمېره له هغې وروسته ډېره ښودل کېږي چې د بن له کنفرانس او په افغانستان کې د لنډ مهاله حکومت له جوړېدو سره هم یو زیات شمېر افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي و.

په ۲۰۱۶ کال کې که له یوې خوا د کوربه هېوادونو څخه د کډوالو اجباري راستنېدنه ډېره وه له بل لوري د هېواد کړکېچن حالات د دې سبب و چې اروپايي هېوادونو ته د ځوانې طبقې تګ لا هم دوام وکړي.

که څه هم د کډوالو چارو وزارت شمېرې ښيي چې په ۲۰۱۶ کال کې د ۲۰۱۵ کال په پرتله کم شمېر افغانانو اروپايي هېوادونو ته پناه وړې خو په ټوله کې یې د کډوالۍ بحران تازه ساتلی و.

په دغه کال کې ګڼو افغانانو اروپايي هېوادونو ته پناه وړې.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې په ۲۰۱۶ کال کې څه باندې شپېتو زرو افغان کډوالو په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې، په داسې حال کې چې دا شمېره یو کال مخکې دوه نیم لکه کسانو ته رسېده.

دا چې د هغوی برخلیک څه کېږي بیل بحث دی، خو پوښتنه دا ده چې هېواد ته راستانه شوي کډوال اوس په څه وضعیت کې دي؟ ایا د دوی هغه تمې پوره شوي چې له افغان دولت څخه‌یې لرلې؟

کډوال: موږ ځمکه جایداد او کور غواړو.

له کوټې څخه کندهار ته یو راستون شوی کډوال‌یې په اړه وايي:

"موږ ځمکه جایداد او کور غواړو، د خدای په لحاظ حکومت دې د دې کونډو، یتیمانو او بې‌وزلو غم وخوري، خدای ته وګورئ ولې داسې کېږي چې په وچ ډاګ پراته یو."

په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو د ژمي له امله د کډوالو د راستنېدنې لړۍ درولې، خو لیدل کېږي چې د ۲۰۱۶ کال په وروستیو کې هم یو شمېر کډوال هېواد ته راستانه کېږي.

د تورخم پر دروازه راستنېدونکی کډوال ګل رحیم وايي چې په هېواد کې روانو ستونزو او د هېواد سخت ژمي سره سره‌یې څنګه دا وخت کډه رابار کړې:

"په پاکستان کې کډوال ډېر په تنګ شوي دي، ډېر ظلم یې راباندې کړی ما خپله زندان تېر کړ، هر څوک وايي چې ولې نه‌بارېږې، کورونه‌یې راباندې ونړول، بې‌کارټه خو هېڅ‌څوک نه‌پرېږدي."

له دغو کډوالو یې یوه زیاته اندازه کابل ته راستانه شوي، اکثره‌یې په کرایي کورونو کې هستوګن شوي او یا یې د کابل په ختیځ کې د وچو ډاګونو د ابادولو هڅې پیل کړي دي.

راستانه شوي کډوال که څه هم د حکومت له نه‌پاملرنې څخه شکایت لري ورسره وايي چې د خپل هېواد سابه نور د کډوالۍ هېواد په ښه خوراکونو نه‌ورکوي.

هېواد: اته لکه افغان کډوال له ایران او پاکستانه راستانه شوي

افغان کډوال پاکستان کې.

کابل او هرات ته له دوه ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي کډوال وايي:

"په پاکستان کې موږ زیات وخت تېر کړ، همالته پیدا شوی یم او واده مې کړی، خو له دې وروسته که څوک پوه شي هلته ژوند بې‌خونده دی، مهاجر هېڅ حیثیت نه‌لري په هغوی پسې یې ډرامې جوړې کړې چې مهاجره کله به ځې بس نور مو دې خدای په خپل وطن خوشحاله کړي."

"جلیل احمد یم له څو کلونو کډوالۍ وروسته له ایرانه راغلم دا چې اوس له خپلو هېوادوالو سره یم خوشحاله یم، اخر د همدې خاورې یو او همدلته مو باید ژوند وي، خو ستونزې هم شته اقتصادي ستونزې دي بې‌کاري ده او ډېرې نورې."

د کلونو مسافرو دې کډوالو تر څنګ لس زره هغه کسان چې اروپا ته په غیرقانوني توګه تللي و هم په ۲۰۱۶ کال کې بېرته هېواد ته راشړل شوي دي.

څه د پاسه ۲۰۰ افغانان له اروپايي هېوادونو بېرته ایستل شوي

دوی له ازادي راډیو سره په خبرو کې دلته د ژوند تېرولو په اړه اندېښنه ښودلې، وايي چې د ټولو شتو په بدل کې یې ځانونه تر اروپا رسولي او اوس د ژوند تېرولو لپاره خاص څه نه‌لري.

په کور داننه بېځایه شوي کډوال.

د دې تر څنګ د کورنیو بې‌ځایه شویو شمېره هم په ۲۰۱۶ میلادي کال کې تر ټولو لوړې درجې ته رسېدلې ده.

د کورنیو بې‌ځایه شویو کډوالو شمېر دوه برابره زیاته شوې

د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخې د کال په ورستیو کې د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته وویل چې یوازې سږ کال پنځه لکه پنځوس زره کسان له خپلو اصلي مېنو بې‌ځایه شوي چې له دې سره د ټولو بې‌ځایه شويو شمېره له یو میلیون درې لکه کسانو څخه اوړي.

د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري یا «UNHCR » او د کډوالو نړیوالې ادارې یا «IOM» په افغانستان کې یوځايي ډېرو کډوالو ته په کتو د بشري بحران خبرداری ورکړی دی.

د بې‌ځایه شویو او راستنېدونکو کډوالو په اړه د «UNHCR» اندېښنه

په افغانستان کې د «UNHCR» ادارې ویاند نادر فرهاد ازادي راډيو ته وویل له بهره د راستنېدونکو کډوالو تر څنګ داخلي کډوالي هغه څه شوي چې افغان حکومت ته‌یې ستونزې اضافه کړي دي.

نادر فرهاد

نوموړي زیاته کړه:

"په یوه کال کې د دومره کډوالو راتګ او د داخلي کورنیو بې‌ځایه کېدل په دولت باندې لازم فشار اچولای، که له دوی سره لا هم مرستې ونه‌شي نو طبعاً دا کورنۍ له ستونزو سره مخ دي."

د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو ادارې په ۲۰۱۶ کال کې له هر راستانه راجسټر شوي کډوال سره د شاوخوا ۴۰۰ امریکايي ډالرو مرسته کړې ده.

افغان حکومت وايي چې د راستانه شویو کډوالو ستره اړتیا بې‌سرپناهي ده، خو د دغې ستونزې حل لپاره‌یې په ۲۹ ولایتونو کې د ۶۲ ښارګوټو جوړول منظور کړي دي.

لغمان کې ۱۲زره راستنو شویو کډوالو ته ښارګوټی پرانیستل شو.

جمهور رئیس محمد اشرف غني وايي، حکومت‌یې د ټولو کډوالو د ځای پر ځای کېدو ژمنه لري.

غني: د دوی عاجله اړتیا مسکن دی

نوموړي زیاته کړه:

"له یوه میلیون څخه زموږ زیات هېوادوال بېرته وطن ته راستانه شوي دي د دوی عاجله اړتیا مسکن دی، راشئ چې نن یو ځل بیا ژمنه تازه کړو چې سلګونه زره کورونه به جوړوو او دا ټول به ځای پر ځای کېږي."

د کډوالو چارو وزارت مني چې د ځمکو د وېش لړۍ څه پېچلې ده خو وايي چې تر اوسه‌یې له اویا زره ډېرو کسانو ته په خپلو ولایتونو کې نمرې توزيع کړي او دا پروسه دوام لري.

لوګر کې ۲زره کډوالو ته د کورونو لپاره د ځمکو وېش پیل شو

میاخېل: د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ځمکو د وېش لړۍ روانه ده

د روانو چارو یو څېړونکی میرسردار ځدراڼ د هېواد حالاتو ته په کتو د دومره کډوالو راتلل د کډوالو د کوربه هېوادونو په تېره بیا د پاکستان له‌خوا فشار ګڼي وايي چې افغان حکومت نه‌غوښتل دې فشار ته تسلیم شي.

راستانه شوي کډوال بیا وايي، که څه هم ۲۰۱۶ کال له سرګردانیو سره تېر شو خو هیلې یې دا دي چې په نوي میلادي کال کې د حکومت ژمنې عملي وویني، کاري زمینې ورته برابرې وي، د ژوند مهمو حقونو ته‌یې لاس‌رسی ممکن شي او لږ تر لږه هېواد ته په راتلو پیښمانه نه‌شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ