وروستیو دوو کلونو کې اروپاکې خونړۍ حملې

په وروستیو دوو کلونو کې په اروپاکې خونړۍ حملې وشوې چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې تر ټولو زیاتې حملې په جرمني کې وې.

وروستۍ حمله یې د ډسمبر په نولسمه په برلین «Berlin» کې وه، په دغه حمله کې چې د برلین د کریسمس پر یوه ګڼه ګوڼې بازار د لارۍ په ذریعه وشوه، دولس کسان ووژل شول او ۴۸ تنه نورټپیان شول.

برلین کې یوه کس د کریسمس پر مراسمو د موټر حمله وکړه.

مشکوک حمله کونکی د انیس عامري په نوم یو۲۴ کلن تونسی وچې له حملې څلور ورځې وروسته د ډسمبر په درویشتمه په ایټالیا کې د پولیسو په ډزو ووژل شو.

په همدې ورځ د اسلامي دولت ډلې یوه وېډیو خپره کړه چې پکې نوموړی له حملې مخکې دغې سخت دریځې ډلې ته خپله وفاداري اعلانوي.

جرمني له دې مخکې د روان میلادي کال په جولای میاشت کې د درېیو خونړیو بریدونو شاهد و.

په دی میاشت یوه ایراني الاصله ځوان جرمن په مونشن «Munich» کې په ډزو لږترلږه نهه تنه ووژل.

په یاده حمله کې ۹ تنه ووژل شول.

ظاهرا له کومې سخت دریځې ډلې سره د هغه د اړیکومسله تایید نشوه.

یوه بل سوریایي ځانوژونکي چې په جرمني کې یې د پناه غوښتنه کړې وه، په باواریا Bavaria کې په یوه رستورانت کې پنځلس تنه ټپیان کړل.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش د دغې حملې مسؤلیت په غاړه واخیست.

دریمه هم د باواریا Bavaria په یوه ریل ګاډي وشوه، یوه ځوان چې د افغان یا پاکستاني کډوال شک پرې شوی و، د چړې په ذریعه پرمسافرو برید وکړ او څو تنه یې ټپیان کړل.

هغه وروسته پولیسو په ډزو وواژ، د راپورونو له مخې د حملې پر وخت هغه د الله اکبر چیغې وهلې او د اسلامي دولت ډلې ته یې خپل بیعت اعلان کړ.

د جرمني ګاونډ فرانسه هم د روان میلادي کال په جولای کې د دو حملو شاهده و.

د فرانسې په نورماندې Normandy کې پر یوې کلیسا دوو سخت دریځو بریدو وکړ او د دغې شپاړسمې پېړۍ د کلیسا د ننه یې شپږ تنه یرغمل کړل.

حمله کونکو وروسته د کاتولیکې کلیسا د یوه ۸۵ کلن پادري مرۍ په داسې حال کې پرې کړه چې د الله اکبر نارې یې وهلې.

وسله وال کس فرانسه کې نورماندې کلیسا برید وکړ.

بله خونړۍ حمله چې د برلین حملې ته ورته وه، په همدې میاشت د فرانسې په نیس Nice کې وشوه.

یوه تونسي باروړونکې لارۍ د خلکو پرهغې ګڼه ګوڼه وروسته چې د فرانسې یوه ملي ورځ یې لمانځله.

په دغه حمله کې ۶۸ کسان ووژل شول.

په دغه حمله کې ۸۶ کسان ووژل شول او لږترلږه ۴۳۴ نورټپیان شول.

د فرانسې د ۲۰۱۵ کال پیل هم له حملو سره و.

د دې کال په جنوري میاشت کې دوه حملې وشوې، یوه په پاریس کې د طنزیه اونیزې چارلي ابدوCharlie Hebdo پردفتر او بله هم د پاریس پریوه بازار و.

وسله والو په په پاریس کې د چارلي ابدو پردفتر په برید کې ۱۲ تنه ووژل، بریدکونکو په یمن کې د القاعده تروریستي ډلې سره اړیکي درلودې.

چارلي ابدو پر دفتر برید کې ۱۲ تنه ووژل شول.

بله حمله د پاریس د کوشرKosher پربازار وشوه چې حمله کونکی یوه ورځ وروسته له پولیسو سره په ډزو کې ووژل شو،بریدکونکی د اسلامي دولت ډلې یاداعش ملاتړی و.

دغه د بلجیم پلازمینه بروکسل Brussels هم د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې د یوې خونړۍ حملې شاهد و.

د بروکسل پرمیترو او هوایي ډګر حمله کونکو چې ټول د بلجیم اتباع و، بریدوکړ چې په نتیجه کې یې ۳۲ تنه ووژل شول او په لسګونو نورژوبل شول.

په دې حمله کې ۳۲ کسان ووژل شول.

دغه بریدکونکي هم له اسلامي دولت ډلې یا داعش سره تړلي و.