ارزګان ولایت کې د ولایتي شورا مسؤلینو د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دغه ولایت کې څه باندې ۸۰ زره جریبه دولتي ځمکه له تېرو ۱۶ کلونو راهیسې د زورواکو په لاس کې ده.
د دې ولایت د ولایتي شورا رئیس امیر محمد بارکزی وايي، مرکز او ولسوالیو کې یو شمېر لوړپوړو چارواکو پخوانیو جهادي قوماندانانو پر دولتي ځمکو خېټه اچولې چې په خبرهیې د ارزګان ولایتي اداره په دې ولایت کې یو جریب دولتي ځمکه هم نهلري.
نوموړی وايي، ارزګان کې زیاتره ولایتي ادارې کرايي کورونو کې ورځنۍ چارې مخ ته وړي.
د ارزګان ولایتي شورا رئیس امیر محمد بارکزی
ښاغلي بارکزي زیاته کړه:
"ارزګان کې ۴۰۰۰، ۵۰۰۰ جریبه دولتي ځمکه یو کس غصب کړې، تاسې وګورئ ارزګان کې د پوهنتون د ودانۍ لپاره دولت اوس ځمکه نهلري، نو زموږ له مرکزي حکومته دا هیله ده چې دغه ځمکه دې د دغه زورواکو څخه واخلي."
بارکزی وايي، په دې اړه ولایتي ادارې کابل ته راپورونه ورکړي خو لا ځوابیې نهدی موندلی.
له دې سره په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازي عبیدالله بارکزي ازادي راډیو ته وویل چې د ځمکو د غصب موضوع کې خپله ولایتي اداره ضعیفه ده او غاصبین هم ولایتي چارواکو سره نېږدې اړیکې لري.
نوموړي له دولته غوښته وکړه چې ژر دې دغه غاصبین د قانون منګولو ته وسپاري.
ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازي عبیدالله بارکزی
نوموړي زیاته کړه:
"ولایتي ادارې ته هم معلومه ده چې ارزګان ولایت کې دولتي ځمکه چا غصب کړې، د ارزګان هر یوه کس ته هم معلومه ده، خو دولت خپله نهغواړي چې د دغو زورواکو له منګولو دغه ځمکه خلاصه کړي."
په ورته وخت کې د ارزګان د والي مرستیال عبدالواحد پټان هم د ولایتي شورا دغه څرګندونې مني، وايي چې اوس ارزګان کې امنیتي حالات خراب دي او کله چې دې ولایت کې امن راشي نو ډېر ژر به د ځمکو غاصبین د قانون منګولو ته وسپارو.
د ارزګان د والي مرستیال عبدالواحد پټان
پټان زیاته کړه:
"واقعیت دی چې ارزګان ولایت کې دولتي ځمکې د زورواکو لهخوا غصب شوي، زموږ ولایتي اداره خپله په دې اړه معلومات لري، هغه هم د هغه کسانو لهخوا غصب شوي چې قوماندانان وو او یا یې هم د لوړپوړو چارواکو سره نېږدې اړیکې درلودې."
پټان وايي چې اوسيې یو شمېر ځمکې د غاصبینو څخه خلاصې کړي چې پهکې عملاً پارکونه او دې ته ورته د نورو دولتي ودانیو د جوړېدو کارونه روان دي.
راپور: شریفالله شرافت