نظر پوښتنه: ۶۹ سلنه افغانان د حکومت له کړنو راضي نه‌دي

د «اېشیا فونډېشن» تازه موندنې ښيي چې ۶۹ سلنه افغانان د حکومت له کړنو راضي نه‌دي او افغانستان د یوه ناسم برخلیک په لور روان دی.

دغه څېړنه وايي، له طالبانو سره د سولې د خبرو نه‌بریالیتوب، په هېواد کې د بې‌کارۍ د کچې لوړوالی لوږه او د خلکو د ژوند نه‌خوندیتوب هغه څه دي چې پر حکومت‌يې د خلکو بې‌باوري زیاته کړې.

په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د «اېشیا فونډېشن» موندنې ښيي چې ۶۹ سلنه خلک د افغانستان راتلونکي ته خوشبینه نه‌دي او ۲۹ سلنه خلک په دې اند دي چې افغانستان د يو ناسم برخلیک پر لور روان دی.

د دغه بنسټ رئیس عبدالله احمدزي د چهارشنبې په ورځ د دغه تحقیق د وړاندې کولو پر مهال په کابل کې وویل چې په دغ ټولپوښتنه کې د ۳۴ ولایتونو څخه له ۱۲۶۵۸ کسانو سره د يوې میاشتې په موده کې خبرې شوي.

نوموړي زیاته کړه:

"د هېواد اوسني حالت ته په کتو، د نا امنیو د زیاتوالي او ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ډېروالي او له طالبانو سره د سولې د خبرو بې‌نتیجې کېدل د خلکو خوشبیني تر ټولې ټيټې کچې ته رسولې ده."

په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د «اېشیا فونډېشن» موندنې ښيي چې ۳۶ سلنه خلکو د حکومت له کړنو رضایت نه‌درلود، خو د دغه بنسټ مسؤلین وايي چې د تېر کال په پرتله سږ کال د خلکو د نا رضایتۍ کچې ۲۹ سلنه زیاتوالی موندلی او دا ښيي چې خلک د حکومت له کړنو نا هیلي شوي.

خو له دې ټولو سره-سره د دغه بنسټ په تازه ټولپوښتنه کې لیدل کېږي چې ۹۳ سلنه خلک له طالبانو سره له مخ کېدو وېره لري او ۱۰،۸ سلنه خلک له طالبانو سره د سولې د خبرو ملاتړ کوي.

په دغو ټولپوښتنو کې د امنیتي ځواکونو له کړنو څخه د رضایت کچه ۱۳،۳ سلنه ده چې د اجتماعي عدالت د ټینګښت، د کاري زمینو برابرولو او د حکومت د کړنو په پرتله لوړوالی ښيي.

په عین حال کې په ولسي جرګه کې د خلکو استازې شاه ګل رضايي ازادي راډيو ته وویل چې د ناسمو کاري کړنو، اداري فساد او د ملي وحدت حکومت پر پلانونو خلک انتقاد کوي.

رضايي: په دغه راپور کې ډېر عمده مسایل را نغاړل شوي.

دې دغه خپور شوی راپور مهم وباله او ویې‌ویل:

"په دغه راپور کې ډېر عمده مسایل را نغاړل شوي او د حکومت يو کلن فعالیتونه او کړنې يې انځور کړي."

ولسمشر اشرف غني دوه کاله مخکې ویلي و چې د خپلو فعالیتونو او کارونو په هکله به خلکو ته ځواب ورکړي او کابینه‌يې مکلفه ده چې دا موضوع په پام کې ونیسي.

په ولسي جرګه کې د خلکو استازي وايي، دغه راپور باید د حکومت له‌خوا جدي ونیول شي.

خو د مرکزي احصائيې اداري مرستیال حسیب‌الله موحد د دغه څېړنو نتایج د پوښتنې وړ ګڼي.

نوموړي زیاته کړه:

"د احصائیې قوانین په ځانګړې توګه احصائیې قانون باید په څېړنه کې مراعات شي، د دغه قانون په يوه ماده کې راغلي چې هره اداره له تحقیق څخه وړاندې باید د احصائیې له اداري سره همغږي ولري، له همدې امله د دغه تحقیق نتایج تر پوښتنې لاندې ځي."

دا په داسې حال کې ده چې «اېشیا فونډېشن» وایي، دغه څېړنه‌یې په شفاف او هر اړخیز ډول تر سره کړې، خو د احصائيې مرکزي اداره بیا وایي چې په دغې څېړنه کې معیارونو ته پام نه‌دی شوی نو ځکه‌یې اعتبار د پوښتنې وړ دی.

له دې ټولو سره-سره په ولسي جرګه کې، د خلکو استازې شاه ګل رضايي وایي دغه څېړنه د حکومت مشرانو ته یو ګواښ دی چې باید له خلکو سره کړې ژمنې عملي کړي.

راپور: واصل وصال