د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

ګارډین: امریکا مرستو افغانستان کې د فساد زمینه برابره کړه


په بریتانیې کې چاپیدونکې ګارډین ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې «د امریکا مالي مرستو په افغانستان کې د فساد زمینه برابره کړه» تر عنوان لاندې یو مطلب خپور کړی دی.

د ورځپاڼې د لیکنې له مخې، د امریکا د متحدو ایالتونو په افغانستان کې د پوځي مداخلې له هماغه پیله د دغه هېواد په حکومت کې د فساد په پیاوړي کولو سره، په حقیقت کې خپلو هڅو ته ضربه ووهله.

ورځپاڼې په دې اړه په افغانستان کې د امریکا د بیا جوړونې د سر مفتش رپوټ ته اشاره کوي او لیکي چې په افغانستان کې فساد، د امریکا مأموریت ته په دغه هېواد کې زیان ورساوه او د خلکو نه رضایت یې په دغه هېواد کې زیات کړ چې همدا نارضایتي د طالبانو د پیاوړتیا سبب شوه.

ګارډین په افغانستان کې د امریکا د پخواني سفیر راین کراکر له قوله لیکلي چې وایي، په افغانستان کې د امریکا د ناکامۍ اصلي لامل وسله‎وال مخالفین نه وو بلکې په دغه هېواد کې بې پایه فساد وو.

ورځپاڼه زیاتوي دا ادعاوې نوې نه دي، خو کله چې داسې یوه ادعا د داسې یوه ارګان له خوا وړاندې کېږي چې خپله امریکا جوړ کړی، ډېر وزن پيدا کوي.

د فارن پالیسي نشریې هم په افغانستان کې د امریکا د بیا جوړونې د سر مفتش رپوټ د سرلیک په توګه نیولی او لیکي:

لومړنی درس چې په افغانستان کې د امریکا له شتونه اخیستل کېږي دا دی چې له ۲۰۰۱ کال څخه راپدیخوا د افغانستان اقتصاد ته د میلیاردونو ډالرو ننوتل او له څارنې پرته مصرفونو په دغه هېواد کې فساد پیاوړی کړ.

په افغانستان کې د امریکا د بیاجوړونې د ادارې سیګار، د سر مفتش د رپوټ په لیکنه، په افغانستان کې د امریکا شریکان په فساد ککړ وو.

فارن پالیسي له دغه رپوټه اقتباس کوي او لیکي:

که څه هم چې له ۲۰۰۱ کال څخه مخکې هم په افغانستان کې فساد وو، خو له هغه وروسته له حده واوښت.

د نیشنل انټرسټ خپرونه هم په خپله وروستۍ ګڼه کې له افغانستان سره د دوامدار مشارکت د رامنځته کولو په باب یو مطلب لري چې په یوه برخه کې یې لیکي:

امریکا د ۲۰۰۱ کال د سیپټمبر د یوولسمې له بریدونو را پدیخوا ګډو ستراتیژیکو ګټو ته د رسېدو په خاطر په افغانستان کې مداخله کړې ده.

د خپرونې په لیکنه، د افغانستان له حکومت او خلکو سره همکاري، په منځني ختیځ کې له افراطي ډلو سره د چلند کلي ده.

که څه هم په دې سیمه کې بریالیتوب ته د رسېدو په خاطر داسې پلویانو ته اړتیا ده چې له سیاسي او پوځي پلوه له امریکا سره مرسته وکړي، خو د دغې سټراټیژۍ یوه اهمه برخه او په سیمه کې د راتلونکې سیاست بریالیتوب د امریکا او افغانستان تر منځ د مشارکت ساتل دي.

خپرونه زیاتوي ولسمشر اوباما هڅه وکړه چې له حالاتو نه استفاده وکړي او د امریکا او ناټو پښه له افغانستانه وباسي، خو په پای کې یې په افغانستان کې لاسته راوړنو ته پام شو او پوه شو چې د امریکا له مرستې پرته به دغه لاسته راوړنې سر ته ونه رسیږي.

له دې امله یې خپله پریکړه بدله کړه او اوس له افغانستان سره د مشارکت راتلونکې د امریکا راتلونکې جمهور رئیس ته په میراث پاتې کېږي.

نیشنل انټرسټ لیکي:
که څه هم په افغانستان کې د پاتې کېدو پریکړه له خطرونو سره مل ده، خو د کانګرس، سپینې ماڼۍ او د خلکو او د افغانستان د مشرتابه همکاري کولای شي د سیاسي عطف یوه ټکې ته ورسیږي چې له خطر سره جوخت په اوږدمهاله توګه د امنیتي، سیاسي او اقتصادي اصلاحاتو پوړې ورپسې وي چې د خپرنونې په لیکنه، په دې لاره کې یوه بریالیتوب ته رسېدل لږترلږه یوه لسیزه غواړي.

ورځپاڼه لیکي:

په منځنۍ آسیا کې د امنیتي بدلونونو او په هغه ځای کې د سخت دريځو د ګواښونو په نظر کې نیولو د افغانستان او لویدیځ د امنیت د ساتلو په خاطر دا یو مسؤلیت دی چې د امریکا او د افغانستان د حکومت تر منځ مشارکت موجود وي.

XS
SM
MD
LG