میاخېل: سږ کال اروپايي هېوادونو کې ۵۰۳۰۰ افغانانو پناه غوښتې

که څه هم اروپايي هېوادونو پر خپلو پولو څارنه سخته کړې خو بیا هم د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د ۲۰۱۶ میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۵۰ زره او ۳۰۰ افغانانو په اروپایي هېوادونو کې د اوسېدو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دا د ۲۰۱۵ میلادي کال کې په مقایسه د پناه غوښتونکو افغانانو په شمېره کې کموالی ښیي.

د میاخېل په خبره په ۲۰۱۶ میلادي کال کې اروپايي هېوادونو ته د افغانانو غیر قانوني تګ ښيي چې ښايي یادو هېوادونو په خپلو پولو کې سختۍ کمې کړې وي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل

ښاغلي میاخېل زیاته کړه:

"د ۲۰۱۵ کال په پرتله په ۲۰۱۶ کال کې د غیر قانوني مهاجرتونو کچه راټیټه شوې، دا بېلابېل عوامل لري. ځینو اروپايي هېوادونو پر خپلو پولو محدودیتونه وضع کړل، د کډوالۍ قوانین په‌کې سخت شول، یو شمېر افغانان په لارو کې مړه شول، ډېر یې له مالي زیانونو سره مخ شول، نو ځکه دا کچه راټیته شوې ده."

ښاغلي میاخېل وویل، دا چې اروپایي هېوادونو ته د تګ په نیت، هره ورځ څومره افغانان له هېواده وځي، کره شمېره‌یې څرګنده نه‎ده.

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۵ میلادي کال څه باندې ۲۵۰۰۰۰ افغانانو خپل هېواد پرېښی او په غیر قانوني ډول اروپايي هېوادونو ته تللي دي.

ډېری افغانان د هېواد د پرېښودلو لامل، ناامني او بې‎کاري ګڼي.

په ۲۰۱۵ میلادي کال کې شاوخوا ۳۵۰۰ کسان اروپايي هېوادونو ته د تګ په لار، په اوبو کې ډوب شوي چې ۱۲ فیصده‌یې افغانان وو.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، کوم افغان کډوال چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې اروپايي هېوادونو ته تللي وو، ۲۰۰۰ تنه‌یې تر اوسه په داوطلبانه توګه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې ځیني غړي وايي، اوس هم هره ورځ یو شمېر افغانان د ناامنیو له امله، اروپا ته د تګ په نیت له هېواده وځي.

د دې جرګې غړې فوزیه کوفي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د هېواد راتلونکی ناڅرګند سیاسي وضعیت بل لامل دی چې افغانان د هېواد پرېښودلو ته اړ باسي.

کوفي: د هېواد راتلونکی ناڅرګند سیاسي وضعیت د کډوالی لامل کېدای شي.

نوموړې وايي:

"تر ټولو عمده دلیل ناامني او اقتصادي بې‎وزلي ده. دا چې هېواد کې څرګند لید لوری نه‌شته، دوی د یوې نامعلومې هیلې پر اساس خپل هېواد پرېږدي. حال دا چې په دې هم نه‌پوهېږي چې برخلیک به‌یې څه وي."

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د طالبانو په ګډون په‎کې وسله‎وال مخالفین او د داعش ډله شته.

فوزیه کوفي وایي، د دې لپاره چې حکومت د کډوالو مخه ونیسي، باید په هېواد کې د امنیت ټینګښت او کارموندنې ته هڅې تېزې کړي.

راپور: خان محمد سیند