عزیز: پاکستان په اړه د غني څرګندونې افسوسناکې خو د پوهېدو وړ دي

د پاکستان صدراعظم د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز هندوستان کې د اسیا زړه کنفرانس کې د پاکستان په اړه د افغانستان د ولسمشر څرګندونې افسوسناکې، خو د افغانستان روان وضعیت ته په کتو د "پوهېدو وړ" بللې دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ هندوستان کې د افغانستان په اړه د اسیا زړه کنفرانس کې پر پاکستان یو ځل بیا د ترهګرو د ملاتړ تور ولګاوه.

افغان ولسمشر د هندوستان په امرتسر ښار کې دغه کنفرانس ته د وينا پر مهال وویل چې پاکستان د افغانستان د بیارغونې برخه کې ۵۰۰ میلیونه ډالره مرستې اعلان کړی، خو ښه به دا وي چې دغه هېواد له موږ سره د دغو مرستو پر ځای هلته د ترهګرو فعالیت له‌منځه یوسي او ترهګر وځپي.

د پاکستان صدراعظم د بهرنیو چارو سلاکار له هندوستانه تر راستنېدو سمدستي وروسته په اسلام‎اباد کې خبري کنفرانس ورکړ او په هندوستان کې يې د افغانستان په اړه ترسره شوي اسیا زړه کنفرانس کې خپل ګډون او له دغه هېواد سره‌ پر تاوتریخوالي سربېره امرتسر ته د تګ دفاع وکړه.

د پاکستان صدراعظم د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز

نوموړي په دې اړه وویل:

"موږ نه‌غواړو چې دوه اړخیزې مسئلې پر څو اړخیزو مسائلو برلاسې کړو. لکه څنګه چې دا کنفرانس د افغانستان په اړه و، نو موږ له هندوستان سره پر تاوتریخوالي سربېره په‎کې ګډون وکړ، ځکه چې موږ غوښتل چې له افغانستان سره یووالی وښیو او د سولې او ثبات لپاره‌يې خپل تعهد څرګندو کړو."

عزیز د کنفرانس اعلامیه ښه وبلله او ویې‌ویل چې دا اعلامیه په کنفرانس کې د ګډون کوونکو هېوادونو په توافق برابره شوې چې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره په‎کې پر ټولو هېوادونو غږ شوی دی.

ښاغلي عزیز د پاکستان په اړه د افغان ولسمشر څرګندونې افسوسناکې وبللې، خو په خبره‌یې چې د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو دا څرګندونې د پوهېدو وړ دي.

د اسیا زړه کنفرانس کې ګډون‌وال رهبران

نوموړي په دې اړه وویل:

"ښکاره ده چې د ښاغلي اشرف غني څرګندونې افسوسناکې دي، خو د دې تر څنګ د پوهېدو وړ هم دي، ځکه چې په افغانستان کې د ترهګرۍ او د خلکو د مړینې کچه لوړه شوې او د پاکستان په پرتله په‎کې بمي چاودنې هم ډېرې شوې دي. هلته د مايوسۍ کیفیت دی او چې دغې مایوسۍ او په تېرو کلونو کې پر پاکستان د تورونو لګولو رجحان ته پام وکړو، نو پوهېږو چې دا ډول څرګندونې ولې کېږي؟"

ښاغلي عزیز وویل چې د کنفرانس په څنډو کې له ولسمشر اشرف غني سره په لیدنه کې هغه ته یو ځل بیا ډاډ ورکړ او هغه ژمنه‌یې تکرار کړه چې وزیراعظم نواز شریف په کابل کې ورسره د لیدنې پر مهال کړې وه او هغه دا چې "پاکستان به خپله خاوره د نورو هېوادونو پرخلاف کارېدو ته پرې نه‎ږدي."

نوموړي په خپلې خبري غونډه کې ترهګري د ټولو هېوادونو ګډه ستونزه وبلله او ټینګار یې وکړ:

"موږ د ترهګرۍ په مخنیوي کې فشار نه‌منو، ځکه چې دا کار موږ د خپلې قامي ګټې لپاره کوو، موږ د تېرو درېیو کلونو په لړ کې ډېر څه کړي د‎ي او اوس موږ له نړۍ سره په دې اړه او د ترهګرۍ د مخنیوي په لړ کې تجربې شریکوو."

نوموړي همداراز د افغانستان اوسنی امنيتي وضعیت پېچلی وباله او به خبره‌یې چې په دغه هېواد کې داسې عناصر موجود دي چې هلته بدامني خوروي.

د پاکستان صدراعظم بهرنیو چارو سلاکار له افغانستان سره د پاکستان اړیکي نه‌شلېدونکې او ژورې وبللې او په خپره‌یې چې هېواد یې په افغانستان کې امن او ثبات غواړي.

عزیز دغې خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل چې د کنفرانس په څنډو کې یې د ایران او ترکمنستان پر خارجه وزیرانو سربېره د چین او یو شمېر نورو هېوادونو له استازو سره هم وکتل او د افغانستان پر وضعیت سربېره‌یې ورسره په سیمه‌ییزو، ټاپي د ګازو د نل‎لیکې او لړ نورو مسائلو خبرې وکړې.

د یادونې وړ ده چې په هندوستان کې د افغانستان په اړه جوړ شوي اسیا زړه کنفرانس کې پر پاکستان سربېره شاوخوا د ۳۰ هېوادونو استازو ګډون کړی و چې په افغانستان کې يې د سولې د ټینګښت پر لارو چارو خبرې وکړې.

راپور: ذبیح مومند