جنرال قمر جاوید باجوه: د ترهګرۍ ضد جګړه به روانه وي

جنرال قمر جاوید باجوه

د پاکستان پوځ نوي مشر ټینګار کړی چې د ترهګرۍ خلاف به‌یې جګړه روانه وي او په دغې جګړه کې ترلاسه کړې بریاوې به له لاسه ورنه‌کړي.

دا په داسې حال کې ده چې جنرال قمر جاوید باجوه څو ورځې وړاندې د جنرال راحیل شریف پر ځای د پاکستان پوځ نوی مشر وټاکل شو او د سې شنبې په ورځ‌یې رسماً په‎ خپلې دنده پیل وکړ.

د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي دفتر چهارشنبې په ورځ په یوه خپور کړي بیان کې ویلي چې جنرال قمر باجوه د پوځ مشر په توګه د دندې تر پیلولو یوه ورځ وروسته شمالي وزیرستان، قبایلي سیمې او د پېښور د قول اردو لومړۍ دوره کړې او دغلته‌یې له پوځي چارواکو سره لیدلي.

بیان مخکې کاږي، ښاغلي باجوه شمالي وزیرستان ته د خپل سفر پر مهال ټینګار کړی چې:

"د ترهګرۍ پر خلاف به جګړه روانه وي، دا به منطقي انجام ته رسوي او په دغې جګړه کې له ترلاسه شویو بریاوو سره به پر مخ ولاړ شي."

جنرال باجوه په داسې وخت کې د ترهګرۍ پر خلاف د جګړې د جاري ساتلو خبره کړې چې د پوځ مخکني مشر جنرال راحیل شریف په‎ خپله درې کلنه موده کې افغان پولي ته څېرمه په قبایلي سیمو، په ځانګړي توګه شمالي وزیرستان کې چې د کورنیو او بهرنیو ترهګرو پیاوړی مرکز ګڼل کېده، پوځي عملیات پیل کړل چې د پوځ په خبره دا مهال په اخري پړاو کې دي.

د پوځ مخکنی مشر جنرال راحیل شریف

دغه پوخي عملیات د ۲۰۱۴ میلادي کال جون کې تر هغې وروسته پیل شول چې د پاکستان حکومت او تحریک طالبان پاکستان تر منځ مذاکرات ناکامه شول او طالبانو د کراچۍ پر ملکي هوايي ډګر برید وکړ چې ګڼ شمېر خلکو ته په‎کې مرګ ژوبله واوښته.

د ترهګرۍ پر ضد جګړې د جاري ساتلو په اړه د پوځ د نوي مشر تر بیان مخکې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف هم ټینګار کړی و چې د ترهګرۍ پر ضد به‌یې جګړه روانه وي او په دې لړ کې به د جنرال راحیل شریف لار تعقیب شي.

ښاغلي اصف څو ورځې مخکې د پوځ د مشر په توګه د جنرال قمر باجوه تر ټاکلو وروسته د پاکستان له ډان ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي و:

"کوم روایات چې جنرال راحیل جوړ کړي دي، هغه روایات به پر مخ یووړل شي او دا مهال چې د ترهګرۍ پر خلاف جګړه روانه ده، یا کوم بل چلنج دی، نو هغه به په مؤثره توګه معامله کړو."

د پوځ مخکني مشر په وزیرستان او نورو قبایلي سیمو کې پر پوځي عملیاتو سربېره کراچۍ کې هم د ترهګرو، قلنګ اخیستونکو او نورو جرمونو کې د ککړو ورانکارو پر ضد هدفي عملیات پیل کړل چې لا هم روان دي.

د یادونې وړ ده چې جنرال قمر جاوید باجوه د پاکستان پوځ ۱۶م مشر دی چې د راتلونکو درېيو کلونو لپاره د دې هېواد د وزیراعظم له‎خوا د پوځ مشر ټاکل شوی دی.

راپور: ذبیح مومند