مشرانو جرګه: د ټرانسپورټ پياوړتیا د هېواد اقتصاد ته وده ورکوي

په اقتصادي برخو، په ځانګړي ډول د ټرانسپورټ او سوداګرۍ پراختیا برخه کې د ملي وحدت حکومت لاسته راوړنې د مشرانو جرګې له هرکلي سره مخ شوې.

د دغې جرګې يو شمېر غړي وايي، د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان نښلېدل د هېواد اقتصاد ته پياوړتیا وربخښي.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال حسیب‌الله کلیمزي چې د سې شنبې ورځې د عمومي ناستې مشري يې کوله وویل، د افغانستان حکومت باید په هېواد کې د ټرانسپورټ سیسټم د ښه‌والي په هدف جدي هڅې وکړي.

د ولسي جرګې دویم مرستیال حسیب الله کلیمزی

ښاغلی کلیمزی وايي:

"دا د افغانستان اسلامي جمهوریت په ځانګړي توګه د ملي وحدت حکومت لپاره يوه ځانګړې لاسته راوړنه ده او زه پرې ویاړم او ډېر خوښ یم، هیله لرم چې ورته پروژې د هېواد په نورو سیمو کې که هغه د شمال بندرونه دي او يا د جنوب پلي شي."

د اتامرات-اقینې د اوسپنې پټلۍ د دوشنبې په ورځ د افغانستان او ترکمنستان د ولسمشرانو له لوري رسماً پرانیستل شوه چې تر ۹۳ کېلو مترو اوږدوالی لري چې نېږدې ۳.۵ کېلو متره‌يې د افغانستان له خاورې تېرېږي.

د اقینې رېل پټلۍ تېره ورځ پرانیستل شوه.

د اوسپنې دغه پټلۍ افغانستان د ترکمنستان له لارې د منځنۍ اسیا او له هغه ځایه له اروپايي هېوادونو سره نښلوي.

ولسمشر محمد اشرف غني په وار-وار ویلي، هڅه کوي چې افغانستان د جنوبي او منځنۍ اسیا هېوادونو تر منځ په تړلي پُل بدل کړي.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې دوهمه منشي نجیبه حسیني وايي، د اوسپنې پټلۍ له لارې د افغانستان نښلېدل د منځنۍ اسیا هېوادونو سره تازه هيلې راټوکولي.

نوموړې زیاته کړه:

"د اتامرات-اقینې د رېل پټلۍ پرانیستل کېدل موږ د افغانستان پرمختګ او ښې راتلونکې ته هیله‌من کوي، زه له دغه اقدامه ډېره خوښه یم او د افغانستان خلکو ته‌يې مبارکي وایم."

افغانستان د شمال له لارې د اوسپنې پټلۍ په وسیله د ترکمنستان او ازبکستان او همدارنګه د تاجکستان او قرغزستان له لارې د چين سره وصل شوی.

څه موده مخکې له چین نه په سوداګریزو توکو بار اورګاډی حیرتان بندر ته راورسېد.

همدارنګه په لوېدیځ کې افغانستان د رېل پټلۍ له لارې له ایران سره وصل شوی او ولسمشر محمد اشرف غني ویلي کوښښ کوي چې افغانستان د اوسپنې پټلۍ په وسیله د چین او ایران نښلونکی وي.

له دې وړاندې پاکستان هم ویلي و چې له پېښور څخه تر جلال‌اباده او له کوټې څخه تر سپین بولدکه د رېل پټلۍ جوړولو ته لېواله دی، خو په دې برخه کې لا عملي اقدامات نه‌دي شوي.

د مشرانو جرګې غړي محمد حسن هوتک د ټرانسپورټ او ټرانزیټ په برخه کې د ملي وحدت حکومت له کړنو ستاینه وکړه او ویې‌ویل چې دغه ډول پروژې کولای شي د افغانستان اقتصاد ته وده ورکړي.

ښاغلی هوتک زیاتوي:

"په دې ډول به افغانستان د نړۍ د رېل پټلۍ، چین، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او همدارانګه له اروپا سره وصل شي، د رېل دغه پټلۍ په اقتصادي لحاظ د افغانستان لپاره ډېره ګټوره ده او خدای دې وکړي چې افغانستان ورڅخه ښه ګټه واخلي."

طالبانو هم د يوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دوی له هغو پروژو چې د خلکو د خیر او ګټې لپاره وي، ملاتړ او ساتنه‌يې کوي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي چې ټاپي، کاسا زر، مس عینک، نښلونکې لارې، د رېل پټلۍ، د برېښنا بندونه او نور په دغه پروژه کې شامل دي.

افغانستان د چابهار بندر له لارې د هند سره هم سوداګریزه راکړه ورکړه لري او په روان کال کې یې د هوا له لارې هند او يو شمېرو نورو هېوادونو ته صادرات درلودل.

چابهار بندر

د مشرانو جرګې غړي د سوداګرۍ او ټرانسپورټ په برخه کې د افغانستان وروستیو هڅو ته په اشارې وايي چې دغه هېواد باید د سیمې او نړۍ سره د سوداګرۍ د پراخیتا له لارې پر پاکستان خپله اتکا کمه کړي.

راپور: محمد واصل وصال