د ناټو د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان په اړه غونډه کوي

په پام کې ده د ناټو د قاطع ملاتړ مأموريت د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران د ليندۍ يا قوس مياشتې پر ١٧مه په بروکسل کې سره جرګه شي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي چې دغه وزيران به د وارسا تر غونډې وروسته په افغانستان کې پر شوي پرمختګ خبرې وکړي.

دوى به دغه‌راز د قاطع ملاتړ مأموريت لومړيتوبونو ته په پام سره پر نورو ګامونو او پلانونو بحث وکړي.

د ناټو ملکي استازي اسماعيل اراماز نن د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح‌الدين رباني ته چې د ولسي جرګې له‌خوا سلب صلاحیت شوی د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو په راتلونکې غونډه کې د ګډون لپاره د ناټو د سرمنشي رسمي بلنليک وسپاره.