سرتاج عزیز به هند کې د اسیا زړه کنفرانس کې برخه واخلي

پاکستان د چهارشنبې په ورځ په رسمي ډول اعلان وکړ چې د دغه هېواد جګ پوړی ډیپلوماټ به په هند کې د افغانستان په اړه د اسیا زړه په کنفرانس کې برخه واخلي.

د هند د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویکاس سواراپ وویل، اسلام‎اباد تائید کړه چې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم جګپوړی سلاکار سرتاج عزیزبه د ډیسمبر په درېیمه او څلورمه د اسیا زړه په کنفرانس کې ګډون وکړي.

د اسیا زړه کنفرانس کې د افغانستان د پرمختګ او امنیت په اړه بحث کېږي او یو شمېرهندي رسنۍ خبر ورکوي چې د افغانستان ولسمشراشرف غني او د هند صدراعظم نریندرا مودي به دې غونډې ته ویناوې وکړي.