هیلري کلېنټن: ډونالډ ټرمپ ته باید اوس د مشرۍ فرصت ورکړل شي

هیلري کلېنټن چې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ناکامه شوه، وایي، ډونالډ ټرمپ ته باید اوس د هېواد د مشرۍ فرصت ورکړل شي.

مېرمن کلېنټن چې پرون نیویارک کې د خپلو ملاتړیو یوې غونډې ته خبرې کولې، په انتخاباتو کې خپله ماتې ومنله او د دې لپاره چې بریالۍ نه شوه، له خپلو ملاتړیو بخښنه وغوښته:

"دا هغه نتیجه نه‎ده چې موږ غوښته او د هغې لپاره مو سختې هلې ځلې کړې وې. زه بخښنه غواړم چې موږ دا انتخابات، د هغو ګډو ارزښتونو او ګډ نظر لپاره چې دې هېواد ته یې لرو، ونه ګټل."

تر هیلري کلېنټن وروسته د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم لنډې خبرې وکړې او ډونالډ ټرمپ ته یې مبارکي وویله.

اوباما بیا وویل چې یوې ډلې ته یې واک سپارلی دی څو د ۲۰۱۷ کال د جنوري په شلمه د ولسمشر په توګه د ټرمپ د لوړې د مراسمو لپاره چمتوالی ونیسي.