افغان ولسمشر د ټرمپ بریا له امله د امریکا خلکو ته مبارکي وویله

افغان ولسمشر د افغانستان د ولس او دولت په استازیتوب د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډونالډ ټرمپ د بریا له امله هغه او د امریکا خلکو ته مبارکي وویله.

له ارګه نن په خپره شوې مطبوعاتي اعلامیه کې راغلي امریکا د ترورېزم سره په مبارزه او د افغانستان د پراختیا برخه کې افغانستان له مهمو او سټراټیژیکو همکارانو ده.

وړاندې په اعلامیه کې راغلي افغان دولت هیله لري چې د امریکا د نوي ولسمشر په راتګ سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پراخه شي.

ډونالډ ټرمپ د نتایجو له مخې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشرۍ څوکۍ وګټله.

اسوشیټېډ پریس خبري اژانس لیکلي چې ټرمپ د ویسکانسن ایالت په ګټلو سره د انتخاباتي کالجونو ۲۷۶ رایې وګټلې.

میلیاردر ډونالډ ټرمپ چې پخوا یې حکومت او سیاست کې تجربه نه ده لرلې د امریکا متحده ایالتونو د ۴۵ ولسمشر په توګه راتلونکې جنوري لوړه کوي.

اخوا هیلري کلېنټن نن شپه خپلو پلویانو ته له وینا ډډه کړې ده خو د کمپاین مسؤلینو یې له خلکو مننه کړې ده.

جمهوري غوښتونکو نه یوازې ولسمشريزې ټاکنې وګټلې بلکې د استازیو او سنا جرګو انتخابات یې هم ګټلي دي.

دوی په استازیو جرګه کې قاطع اکثریت ګټلی دی او د سنا جرګې انتخاباتو کې یې هم د پام وړ پرمختګ تر لاسه کړی دی.