نړۍ به د ټرمپ تر مشرۍ لاندې له یوې مختلفې امریکا سره مخ وي

د نړۍ هېوادونه به اوس په امریکا کې له یو داسې چا سره مخ وي چې د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره په کچ برابر ګڼل کېږي.

د ناټو متحدانو ته ویلي چې دوی به د خپلې ساتنې او خوندیتوب لپاره خپله لګښت کوي او ژمنه یې کړې چې له مکسیکو سره پر پوله به دیوال جوړوي چې لګښت به یې هم مکسیکو پرې کوي.

د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو کې د ډونالډ ټرمپ بریالیتوب ډېر ټکان مکسیکو ته ورکړی چېرې چې خلک د انتخاباتي کمپاین پر مهال د ده هغه څرګندونې چې ویلي یې و؛ مکسیکويي مهاجر جنایت کار او تېري کونکي دي، خپل ملي غرور ته سپکاوی بولي.

مکسیکويي څېړونکي الي جاندرو هاپ اسوشیټېډ پریس خبري اژانس ته ویلي، دا د مکسیکو لپاره بېړني وضعیت ته نېژدي یو څه دي چې دا هېواد ورسره په څو لسیزو کې مخ شوی.

هاپ وايي، دا په دې پورې اړه لري چې ایا ډونالډ ټرمپ ريښتیا هغه څه کوي او کولای یې شي چې د انتخاباتي کمپاین پر مهال ویلي.

د نوموړې په وینا له امریکا څخه په ډله ییزه توګه د مکسیکویانو د ایستلو کمپاین به د مکسیکو پر سرحدي سیمو فشارراولي. ډېره بې باوري به رامنځته کړي او اقتصادي بازارونه به له ګډوډۍ سره مخ شي.

اروپا کې د ناټو متحدان اوس په دې انتظار دي چې وګوري ایا ټرمپ هغه څه عملي کوي چې ویل یې امریکا به د اروپايي هېوادونو د دفاع برخه کې پر دې غور وکړي چې ایا دا هېوادونه د دې دفاع لپاره په ناټو کې پوره ونډه پرې کوي کنه؟

د جرمني د دفاع وزیرې اورسلا ون دیر لیین دا انتخابات یو لوی ټکان بللې چې د دې په وینا د واشنګټن او ادارې پر ضد رأی ورکول وو.

ون دیر لیین د چهارشنبې په ورځ یو جرمني ټلویزون ته وویل، سربېره پر دې چې ډېرې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي.

د جرمني د دفاع وزیرې اورسلا ون دیر لیین

دی وايي:

"موږ اروپایان د ناټو د غړیو په توګه په دې پوهېږو چې ډونالډ ټرمپ به په طبیعي توګه له موږ پوښتي چې موږ د دې پوځي تړون لپاره څه کوو؟ خو موږ به ترې هم پوښتو چې د دې تړون په وړاندې دده دریځ څه دی."

د امریکا په دې انتخاباتي مبارزه کې د معمول خلاف روسیه مهمه وه.

د کلينټن کمپاین او د اوباما ادارې روسي هککران د ډیموکراټانو د ملي کميټې او د کلينټن د انتخاباتي کمپاین د ایمیلونو پر غلا کولو تورنول.

اسوشیټېډ پریس وايي، ټرمپ د دې په ځواب کې د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین په اړه ستاینې ته ورته څرګندونې کړې وې او د روسیې سره دده د ځینو سلاکارونو اړیکو شکونه راپورته کړي و چې څرګنده خبره ده د ټرمپ بریا د روسي چارواکو لپاره ښه خبر دی.

اسوشیټېډ پریس خبري اژانس وايي، په اسیا کې به د امنیت او سوداګرۍ مسئله د نوې ادارې د اجنډا په سر کې وي.

بل‎خوا د چین دولتي رسنیو او حکومت پلوو مبصرینو داسې نښې نښانې ښودلي چې بیجینګ هم د امریکا انتخاباتو کې د ټرمپ بریا غوره ګڼي، ځکه ګومان کوي چې نوموړی به د چین د نوې پیاوړې بهرنۍ پالیسۍ په وړاندې ودرېدو ته ودرېدو، په ځانګړي توګه د چین جنوبي سمندرګي کې ډېر زړه ښه نه‎کړي.

په اندونیزیا کې چې د نړۍ یو ګڼ نفوسه مسلمان هېواد دی په ټولنیزو رسنیو کې د ټرمپ له بریا وروسته د نوموړي پر هغه خبرو تبصرې روانې دي چې وايي، امریکا ته به د مسلمانانو پر ورتلو بندیز ولګوي.

ځینو ویلي دوی وېره لري چې نور به په امریکا کې د خپلو خپلوانو د لېدو چانس ونه‎لري.

د اندونیزیا د دیني عالمانو د شورا یو چارواکي صیام الدین خبریالانو ته ویلي، ټرمپ تر دې مخکې د مسلمانانو په اړه منفي خبرې کړې دي.

د خلیج د عربي هېوادونو په اړه د ټرمپ پخوانیو څرګندونو ته په پام دا اټکل ګران دی چې د سعودي عربستان په شمول د بډایو عرب هېوادونو له مشرانو سره دې د ډونالډ ټرمپ اړیکې لکه د امریکا د نورو ولسمشرانو په څېر تودې واوسي.