د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

افغان حکومت مشرانو انتخاباتو کې ټرمپ ته د بریا مبارکي وویله


د افغانستان ارګ ماڼۍ او اجرائیه ریاست وايي چې افغانستان او امریکا سټراټیژیک ملګري دي او د ترورېزم پر وړاندې مبارزه د دواړو هېوادونو لپاره لومړیتوب لري.

له ارګ او اجراییه ریاست څخه په خپرو شویو خبرپاڼو کې د امریکا د انتخاباتو ګټونکي ډونالډ ټرمپ ته مبارکي ویل شوې او همدا راز کابل او واشنګټن دوه سټراتېژیک ملګري هېوادونه بلل شوي دي.

په ورته وخت کې​ د افغانستان لپاره د امریکا سفیر وایي، د نړیوالې ټولنې ترڅنګ امریکا هم له افغانستان سره د اوږدې مودې لپاره ژمنه ده.

کابل کې د امریکا سفیر مایکل مککینلي نن چهارشنبې کابل کې خبریالانو ته په دې اړه چې ایا د امریکا نوی ولسمشر به د افغانستان پر وړاندې څه ډول دریځ غوره کړي.

کابل کې د امریکا سفیر مایکل مککینلي
کابل کې د امریکا سفیر مایکل مککینلي

نوموړي وویل:

"د افغانستان او امریکا ترمنځ اړیکې په تېرو شپاړلسو کلونو کې تعریف شوي دي. دا د خلکو او حکومتونو ترمنځ سټراټیژیکې اړیکې او شراکت دی. موږ په دې شراکت او د افغانستان په خلکو باور لرو."

ښاغلي مککینلي په خپلو خبرو کې وویل چې د بروکسل او وارسا په غونډو کې سږ کال امریکا دا وښودله چې د زیاتې مودې لپاره افغانستان ته ژمنه ده.

د امریکا د جمهوري ریاست انتخاباتي کمپاینونو کې د افغانستان نه یادول د یو شمېر خلکو او کړیو تر منځ اندیښنې را پورته کړي دي.

خو د امریکا سفیر مایکل مککینلي وایي، د افغانستان موضوع ځکه انتخاباتي کمپاینونو کې یاده نه شوه چې تر ډېره د امریکا پر کورنیو مسائلو تمرکز و.

په ورته وخت کې د کابل پوهنتون رئیس او کارپوه حمیدالله فاروقي وایي، د امریکا حکومتي نظام ثابت دی او د اشخاصو په تغیر سره به یې د افغانستان پر وړاندې سیاست بدلون و نه مومي.

د کابل پوهنتون رئیس او کارپوه حمیدالله فاروقي
د کابل پوهنتون رئیس او کارپوه حمیدالله فاروقي

ښاغلی فاروقي زیاتوي:

"زما نظر دا دی چې ټرمپ د افغانستان او د سیمې د هېوادونو پر وړاندې سیاستونو کې بدلون نه‎شي راوستلی. دا د هغوی د ولس او پارلمان پریکړه ده چې خپل حمایت او پروګرام ته به دوام ورکوي."

ښاغلی فاروقي زیاتوي، که چېرې په همدې انتخاباتو کې د سیال ډیموکراټ ګوند د کانګرس زیاتې څوکۍ وګټي نو بیا به د امریکا نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ او ټیم یې هېڅکله ونه توانېږي چې د دغه هېواد په سیاستونو کې اساسي بدلونونه راولي.

XS
SM
MD
LG