ډونالډ ټرمپ د وینا پر مهال د غونډې له ځایه وایستل شو

د امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ پرون شنبه په نیووادا ایالت کې د وینا پر مهال د امنیتي ساتونکو له لوري د غونډې له ځایه وایستل شو.

د راپورونو له مخې ټرمپ د دوو خفیه پولیسو له‎خوا له سټېژه د څو دقیقو لپاره بهر ته بوتلل شو.

ده وروسته د امنیتي ساتونکو د خدمت ستاینه وکړه او ويې‌ويل له خپلې انتخاباتي مبارزې به شا ته نه‌شي.

ټرمپ وايي، له خپلې انتخاباتي مبارزې به شا ته نه‌شي.

ده وویل:

"هېڅ‌څوک دا نه‌وايي چې دا کار به موږ ته اسانه وي، هېڅ‌څوک زموږ مخه نه‎شي نيولاى، هېڅکله هم نه"

د امریکا د خفیه پولیسو امنیتي اُرګان وروسته په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د ډونالډ ټرمپ د ملاتړ کوونکو په منځ کې یو چا په غونډه کې د وسلې د موجودیت خبره وکړه خو له څېړنې وروسته ورته څرګنده شوه چې غونډې ته چا وسله نه‎وه راوړې.

امریکايي رسنۍ وايي چې په دې تور یو تن ونیول شو خو بېرته خوشې شو.

ټاکل شوې ده چې د راروانې سې شنبې په ورځ په امریکا کې د ولسمشرۍ انتخابات وشي.