رادمنش: د مخالفینو د ځپلو په هدف نوي پلانونه عملي کېږي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د نوي پلان له مخې به پر وسله والو مخالفینو اکمالاتي لارې بندې او هغوی به کمزوري کړي.

په داسې حال کې چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې جګړو زور اخیستی دفاع وزارت د وسله والو مخالفانو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره د نویو پلانونو د عملي کولو خبره کوي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دا مهال یې د وسله والو مخالفینو ډېرې ځالې او امکانات له منځه وړي او تصمیم دا دی چې اکمالاتي لارې یې هم وتړل شي.

ښاغلی رادمنش د روان کال ډېرو امنیتي پېښو ته په اشاره، د نوي پلان عملي کول مهم او ګټور بولي.

رادمنش: د نوي پلان عملي کول مهم او ګټور دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د شفق دویم عملیات د راتلونکې میاشې په لومړیو کې پیلېږي او هدف دا دی چې د دښمن ټولې سیمې باید له منځه یوړل شي، دوی به له مقاومته وغورځي او د اکمالاتو لارې یې باید وتړل شي، زموږ تخریبي او تعرضي حملې به پر دښمن پیل شي او تصمیم دا دی چې د افغانستان خلکو ته د سږ کال په پرتله راتلونکی ښه کال ولرو."

دا په داسې حال کې ده چې د ځينو ولایتونو چارواکي او په ولایتي شورا او ولسي جرګې کې د خلکو یو شمېر استازي په خپلو سیمو کې د وسله والو مخالفینو د پراخ حضور او فعالیتونوڅخه اندېښنه څرګندوي.

د کندز، ارزګان، هلمند، کونړ او ځينې نورو ولایتونو استازي وايي چې ناامنۍ او وسله والې نښتې یې تر ښارونو غځېدلي او پر وړاندې یې د حکومت جدي اقداماتو ته اړتیا ده.

په ورته وخت کې دفاع وزارت وايي چې د تېرې ورځې راهیسې یې په ۱۵ ولایتونو کې عملیات پیل کړي دي او په جنوبي ولایتونو کې یې د وسله والو مخالفانو ډېر تحرکات له منځه وړي دي.

افغان حکومت ویلي چې وسله والو مخالفینو سږ کال هڅې وکړې چې څو ولایتونه او ولسوالۍ ونیسي، خو د افغان امنیتي ځواکونو د هلو ځلو په نتیجه کې هغوی په خپلو اهدافو کې پاتې راغلل.

خو په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازی او د شکایتونو اورېدو کمېسیون مشر عبیدالله بارکزی په دې باور دی چې روان کال حکومت په ډېرو برخو کې بې غوري کړې او باید پر نوو لارو کار وشي.

بارکزی: روان کال حکومت په ډېرو برخو کې بې غوري کړې.

نوموړي زیاته کړه:

"په تېرو دوه نیمو میاشتو کې د دولت له عسکرو سره سخته جفا شوې ده، زموږ نظامي کنډکونه ډېر وخت محاصره وو، همدا اوس وګوری په ارزګان کې ناامنۍ اخري حد ته رسېدلي، ان تر دې چې له مرکزونو پرته ټولې سیمې د وسله والو طالبانو په لاس کې دي."

په داسې حال کې چې دفاع وزارت په بېلابېلو سیمو کې د تهاجمي حملو او نوي پلان د پلي کېدو خبره کوي طالبانو ازادي راډيو ته په یوه لېږلي پیغام کې تازه د کونړ د دانګام ولسوالۍ د محاصرې ادعا کړې.

د کونړ د ولایتي شورا رئیس جمال الدین سیار که څه هم هلته نښتې تاییدوي، خو وايي چې وسله وال مخالفین بېرته پر شاه شوي او یوازې په یوه پوسته کې لا هم ګواښ محسوسېږي.

دا چې د نوي پلان او عملیاتو د تطبیق سره به په امنیتي وضعیت کې څه بدلون راشي کنه د امنیتي چارو کارپوهانو په باور له وخته مخکې پرېکړه ده.

خو پوځي کاروه جنرال عتیق الله امرخېل وايي، له شته ستونزو زده کړه، ښه پلان او تطبیق یې کولای شي په وضعیت کې بدلون راولي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ