موک: FBI دې د ټرمپ او روسیې د اړیکو پلټنو موندنې اعلان کړي

د امریکا د ولسمشريزو ټاکنو د ډموکراټې کاندیدې هېلري کلېنټن د کمپاين مديرې له «اېف. بي. ای» ادارې څخه غوښتي چې د هغو پلټنو موندنې اعلان کړي چې د جمهوري غوښتونکي کانديد ډونالډ ټرمپ او روسيې تر منځ د روابطو په اړه‌یې کړي وې.

له «سي. اېن. اېن» ټلوېزیون سره په یوه مرکه کې رابي موک د «اېف. بي. ای» پر رئيس جېمز کومي پوښتنه پورته کړه چې تېره اوونۍ يې د کلېنټن د ايمېلونو د افشا په تړاو نورې پلټنې اعلان کړې وې.

خو د رابي موک په وينا د ډونالډ ټرمپ او روسيې د تړاو په اړه‌يې تر اوسه د پلټنو معلومات نه‌دي اعلان کړي.

روېټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې څو مياشتې مخکې «اېف. بي. ای» د هغو تورونو په اړه پلټنې پيل کړې چې وايي ټرمپ يا د ده ملګرو ښايي له روسانو یا له روسي کاروباریانو سره مشکوک روابط لرلي وي، خو کره شواهد يې ونه‌موندل چې په اړه‌يې بشپړې پلټنې پيل کړي.

موک «اېف. بي. ای» ته په اشاره «سي. اېن. اېن» ته ويلي:

"که تاسو ولسمشرۍ ته د کانديدانو معلومات خپروئ، نو د ډونالډ ټرمپ په اړه ټول معلومات خپاره کړئ، له روسیې سره د ده د روابطو په اړه معلومات خپاره کړئ."