نادري: ښارونه باید د کارموندې او اقتصادي ودې په مرکزونو بدل شي

د افغانستان د ښار جوړونې وزارت وايي، په ښارونو کې د نفوسو ډېرېدو ته په کتو ښارونه باید یوازې د اوسېدو لپاره نه‌وي بلکې ښارونه د شغل او اقتصادي ودې په مرکزونو بدل شي.

د ښار جوړونې وزیر وايي، اوس‌مهال د دغه هېواد ۳۳ سلنه وګړو ښارونو ته مخه کړې او د دغه وزارت د وړاندوینې له مخې په راتلونکو دوو لسیزو کې به دغه اندازه ۵۰ سلنې ته لوړه شي.

سید سعادت منصور نادري د چهار شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، دوی کوښښ کوي چې د کورونو سربېره دوی ته کاري اسانتیاوې هم برابرې کړي.

سید سعادت منصور نادري

نوموړي زیاته کړه:

"موږ نه‌یوازې دا چې نن د نفوسو د چټکې پراختیا سره مخ یو بلکې هغه ځوان نسل چې لرو یې لومړنۍ اړتیاوې یې کار او بیا وروسته د دوی د اقتصادي شرایطو سره سم سرپنا ده، ان‌شاءالله چې ډېر ژر ورته ښه زېری ولرو."

نوموړی وايي، دغه وزارت د هبیتات په درېیمه ناسته کې د کافي تجربو په تر لاسه کولو سره کوښښ کوي چې ښارونه د کارموندنې او اقتصادي ودې په مرکزونو بدل کړي.

د ښار جوړونې وزیر دغه څرګندونې د هبیتات په نړیوالې مجموعه کې چې تېره اوونۍ په اکوادور کې د مسکن او ښاري پراختیا په اړه جوړه شوې وه تر ګډون وروسته مطرح کوي.

د هبیتات نړیواله ناسته هر شل کاله وروسته د سلو نه د ډېرو هېوادونو تر منځ ترسره کېږي چې په‌کې د ښاري ننګونو او دا چې د ښارونو لپاره څنګه دوامداره پراختیايي پروګرامونه جوړ او مدیریت شي، خبرې کېږي.

په دې وروستیو کې ګڼ شمېر کورنۍ له اطرافو نه ښارونو ته کډه شوي.

افغان حکومت په دې وروستیو کې څلور لکه کورنیو بې‌ځایه شويو او نېږدې پنځه لکه د پاکستان نه راستانه شویو کډوالو او له نورو هېوادونو څخه په زرګونه نورو کډوالو ته د استوګن ځایونو د برابرولو په برخه کې اندېښمن دي.

په ورته وخت کې د چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي چې د ښار جوړونې وزارت باید د استوګنې ځایونو د جوړولو کار خصوصي سکټور ته وسپاري او ټینګار کوي چې د هغوی پر کارونو دقیقه څارنه هم وشي.

د چارو شنونکي مطیع‌الله خروټي د چهار شنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې د ښار جوړونې وزارت د دغه کار هرکلی وکړ او ویې‌ویل چې حکومت باید د استوګن‌ځایونو د برابرولو سربېره د کاري اسانتیاو په برخه کې هم کوښښ وکړي.

مطیع‌الله خروټی

نوموړي زیاته کړه:

"د استوګن‌ځایونو په جوړولو سره د بې‌ځایه شویو ستونزې نه‌هوارېږي، باید د تحصیل زمینه، کاري اسانتیاوې او حتی سالم مصروفیتونه هغوی ته برابر شي."

ښاغلی خروټی وايي، دا یوازې د ښار جوړونې وزارت دنده نه‌ده، بلکې اړوندې نورې ادارې او وزارتونه هم باید د بې‌ځایه شویو او افغان راستنو شویو کډوالو د ستونزو د هواري لپاره په دې برخه کې هڅه وکړي.

په ورته وخت کې د ښار جوړونې وزارت وايي، دوی د افغانستان د بانکونو سره په تفاهم په راتلونکو پروژو کې د اوږدمهاله قسطونو له طریقه د پیسو ورکولو موضوع هم په پام کې نیولې چې ټول افغانان به ورنه برخمن شي.

راپور: سباوون کاکړ