افغانمل: د زابل د عدلیې رئیس څارنوالۍ ته معرفي شوی

د زابل والي وايي، د دغه ولایت د عدلیې رئیس ګلاب محمد خطير د اخلاقي فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي شوی.

بسم‌الله افغانمل نن ازادي راډیو ته وویل چې د نوموړي دنده ځنډول شوې ده.

دا اقدام وروسته له هغه کېږي چې د ټولنيزو رسنیو له لارې په یوه خپره شوې وېډیو کې د زابل د عدلیې رئيس ګلاب محمد خطير لیدل کېږي چې د خپل يوه کار کوونکي څخه د جنسي اړيکو غوښتنه کوي.

خو د عدلیې رئيس ګلاب محمد خطير دغه ادعا رد کړې او ویلي چې دا په زابل کې د ځمکو د غاصبينو او مافيا له‌خوا ورته يوه جوړه شوې دسيسه ده.