غورځنګ: حزب اسلامي سره اوربند تلپاتي سولې ته زمینه برابره وي

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر هیله ښيي چې د جمهور رئیس لخوا د افغان امنیتي ځواکونو او حزب اسلامي ترمنځ د ډزبندۍ اعلان به، په هېواد کې دایمې سولې ته زمینه برابرې کړي.

د امنیتي ځواکونو او حزب اسلامي ترمنځ د ډز بندۍ او د یوې کمېټې د جوړولو په اړه د جمهور رئیس اشرف غني د فرمان له صادرېدو وروسته، د افغانستان د ملي امنیت د شورا دفتر خوشبینه دی چې دا اقدام به په هېواد کې، دایمې سولې ته زمینه برابرې کړي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا د دفتر ویاند تواب غورځنګ نن جمعه ازادي راډیو ته وویل، د ملګرو ملتونو د سازمان له تورلیسته به د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د نوم لیرې کېدل او په امینتي ځواکونو کې د دغه حزب د غړو شاملېدل عملي شي.

تواب غورځنګ

نوموړي زیاته کړه:

"موږ هیله من یو چې د دې تفاهمنامې له پلې کېدو او د ډزبندۍ له اعلانېدو سره به چې جمهور رئیس امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه کړې، هیله ده چې په افغانستان دایمي سولې ته زمینه برابره شي."

افغان حکومت او حزب اسلامي د روانې میاشتې په لومړیو کې یو تربله د سولې تفاهمنامه لاسلیک کړه.

د دې تفاهمنامې په اساس د افغانستان جمهور رئیس د یوه فرمان په صادرولو سره، امنیتي ځواکونو ته د ډزبندۍ او په امنیتي ځواکونو د هغه حزب د غړیو د شاملېدو سپارښتنه کړې ده.

د دې توافقنامې د پلي کېدو د ګډې کمېټې غړي محمد امین کریم ازادي راډیو ته وویل، حزب اسلامي په ۲۸ ولایتونو کې جنګي جبهي لرلې چې اوس په کې له حکومت سره ډزبندي ټینګه ده.

ښاغلی امین وايي، که اړتیا پېښه شي، د حزب اسلامي غړي به د حکومت په امنیتي لیکو کې شامل شي.

امین کریم

هغه زیاته کړه:

"دا پروګرام به د اجرائیه ګډ کمېسیون له لارې چې دغه کار ته ګمارل شوی، ترسره شي، وخت او څرنګوالی به یې د شرایطو او د سیمي د وضعیت په پام کې نیولو سره، د کمېسیون لخوا اعلان شي."

پخوا تردې په بغلان ولایت کې د حزب اسلامي ځینو قوماندانانو ازادي راډیو ته ویلي وو چې په ټولو جبهو کې یې له حکومت سره ډزبندي ټینګه ده.

د دې قوماندانانو له ډلې میرویس ویلي و چې تراوسه د دولت امنیتي ځواکونو ته، دا زمینه نه ده برابره چې د دوی تر کنټرول لاندې ساحو ته تګ راتګ وکړي.

راپور:خان محمد سیند