د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

د حزب اسلامي او سولې عالي شورا د ګډې کمېټې کار څه وخت پیلېږي؟


د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي یو غړی وايي، حکومت دوی ته ژمنه ورکړې​ چې ممکن نن یکشبې ولسمشر غني د حزب اسلامي او د سولې د عالي شورا د ګډې کمېټې د جوړېدو په اړه فرمان لاسلیک کړي.

د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي غړي عتیق الله صافي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو چې د دغه فرمان لاسلیک کېدل به د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د تفاهم لیک د عملي کېدو کارونو چټک کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"کومه اندېښنه نشته، امکان لري نن ورځ هغه فرمان صادر شي، کوم چې له موږ سره یې ژمنه شوې، تېره ورځ مو په دې اړه له امنیت شورا سره هم خبرې درلودې، وعده یې وکړه چې نن ورځ فرمان صادرېږي."

د روان کال د میزان میاشتې په اتمه د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې تفاهم لیک لاسلیک شو چې له مخې به یې حزب اسلامي له جګړې لاس اخلي او حکومت به یې په بدل کې پر حزب اسلامي باندې لګېدلي نړیوال بندیزونه لیرې کوي.

خو لاهم تر دامهاله د دواړو لورو د ګډې کمېټې کارونه نه دي پيل شوي.​

د دغه توافق د عملې کېدو لپاره اړتیا ده چې د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ یوه ګډه کمېټه جوړه شي.

که څه هم د افغان ولسمشر ویاند هاون چخانسوري د کمېټې د جوړېدو د وخت په اړه څه نه وايي، خو ټینګار کوي چې د کمېټې د جوړېدو په اړه به ډېر ژر د ولسمشر له لوري یو فرمان لاسلیک شي.

هارون چخانسوري
هارون چخانسوري

هغه زیاته کړه:

"د افغان حکومت او حزب اسلامي د کډې کمېټې د رامنځ ته کېدو په اړه د فرمان په محتوا کار روان دی او تر پروسس لاندې ده، ډېر ژر به نهايي شي او د ولسمشر له لوري به لاسلیک شي."

افغان چارواکي وايي، د سولې د تفاهم لیک هغه مواد چې د فرمان لاسلیک ته اړتیا نه لري له دې وړاندې یې اجرايي بڼه خپله کړې، خو د دوی په وینا د دغه فرمان په لاسلیک سره د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ د سولې د تفاهم لیک د تطبیق عملي کارونه به پيل شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG