دفاع وزارت: په قراردادونو کې له اووه میلیارد افغانیو ډېره سپما شوې

د افغانستان دفاع وزارت وایي، سږ کال‌یې د دغه وزارت قراردادونو کې له اووه میلیارده افغانیو ډېره سپما کړې ده.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري نن دا خبره په یوه خبري کنفرانس کې وکړې:

"موږ سږ کال له اووه ملیارد افغانیو ډير په قراردادونو کې سپما کړې دي، دا پدې معنې چې کومې پیسې چې د خلکو جیبونو ته تللي دفاع وزارت دغه پیسې سپما کړې دي."

دا په داسې حال کې ده چې د جمهوري ریاست له خوا د دفاع وزارت په قراردادونو کې د فساد د څيړلو په هدف د ګمارل شوي پلاوي څيړنې ښیې چې د دغه وزارت یوازې په دوو قراردادونو کې دوه نیم سوه میلیونه ډالره اختلاس شوی.