زابل کې د ملي راډیو تلوېزیون یو خبریال تېر ماښام ووژل شو

په زابل کې د افغانستان د ملي راډیو ټلوېزیون یو خبریال تېر ماښام ووژل شو.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال ازادي راډیو ته وویل:

"یعقوب شرافت چې د ملي راډیو تلویزیون خبریال و، زابل کې د وسله‎والو مخالفينو له لوري په رساله سیمه کې په شهادت ورسېد."

رساله سیمه د مرکز کلات مربوط ده.

یعقوب شرافت هغه وخت ساه ورکړه چې تر ټپي کېدو وروسته روغتون ته انتقالېده.

وسله‎وال تر ډزو وروسته له سیمې تښتېدلي دي.