کریم: حزب‌اسلامي غواړي له طالبانو سره خبرو کې منځګړیتوب وکړي

حزب‎اسلامي وايي چې د طالبانو یو شمېر قوماندانانو تماس ورسره نیولی او سولې ته‌یې چمتووالی ښودلی.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب‎اسلامي یو مخکښ غړی وايي، که افغان حکومت وغواړي دا ګوند چمتو دی چې وسله‎وال طالبان له حکومت سره خبرو ته تیار کړي.

د حزب‎اسلامي د مرکچي پلاوي مشر محمد امین کریم ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو ځینو مهمو قوماندانانو خبرو ته تیاري ښودلې.

ښاغلي کریم زیاته کړه چې د سولې لپاره خپل پلان‌یې له حکومت سره شریک کړی دی.

کریم زیاته کړه:

"د سولې د موافقې له لاسلیک وروسته زموږ بل ګام دا دی چې باید د افغانستان په قضیه کې ټول ښکېل اړخونه د سولې پر بهیر ورګډ شي. د طالبانو نامتو قوماندانانو له موږ سره تماسونه نیولي. د دې کار لپاره موږ ډېر مشخص پلان لرو چې د افغانستان له دولت سره مو هم یو څه شریک کړی او په راتلونکي کې هڅه کوو دا پلان په هغه صورت کې چې دولت‌یې ومني د عمل په ډګر کې پلی شي."

د حزب‎اسلامي دې مقام وویل، په هغو کسانو کې چې د سولې خبرو ته‌یې تیاری ښودلی د ملاهبت‌الله په مشرۍ د وسله‎والو طالبانو د اصلي ډلې او د ملا محمد رسول په مشرۍ له طالبانو د جلا شوې ډلې قوماندانان شامل دي.

حزب‎اسلامي د تلې د میاشتې په ۸مه نېټه د سولې د عالي شورا په منځګړيتوب له افغان حکومت سره د سولې موافقه لاسلیک کړه او دا دی نېږدې درې اوونۍ وروسته غواړي له وسله‎والو طالبانو سره په خبرو کې منځګړیتوب وکړي.

معلومه نه‌ده چې د افغانستان حکومت به په داسې حال کې چې له وسله‎والو مخالفینو سره د خبرو صلاحیت‌یې د سولې‎ عالي شورا ته ورکړی، د پخلاینې واګي حزب‎اسلامي ته ورکړي کنه.

د سولې عالي شورا له رسمي ویندویانو سره په دې اړه د تبصرې لپاره تماس ټینګ نه‎شو، خو د دې شورا یوه جګپوړي چارواکي د حزب د دې نوښت مشروط هرکلی وکړ.

دې چارواکي چې غواړي هویت‌یې پټ پاتې شي ازادي راډیو سره په خبرو کې سوله هغه مثبته هڅه وبلله چې هر څوک خپله برخه ونډه په‎کې اخیستی شي خو هغه ټینګار وکړ چې دا هڅې باید د اصولو په چوکاټ کې وي.

د حزب‎اسلامي او افغان حکومت تر منځ د سولې د خبرو په اړه د وسله‎والو طالبانو دواړو ډلو بیخي جلا غبرګونونه ښودلي.

هغې ډلې چې ملاهبت‌الله‌یې مشري کوي ویلي چې ګلبدین حکمتیار له حکومت سره د سولې په کولو سره ستر جنایت ترسره کړ خو هغې ډلې چې ملا محمد رسول‌یې مشري کوي ویلي چې حزب‎ اسلامي دا موافقه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د هغو د وتلو مهالوېش ته د مهلت ټاکلو د شرط پر بنسټ کړې چې دوی یې دا کار ستايي او د دوی هدف هم همدا دی.