صدیقي: د پولیسو مدیریت کې د ضعف ستونزه سیاسي مداخله ده

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دا تائیدوي چې د پولیسو په مدیریت کې ضعف شته خو دا ستونزه د سیاسي مداخلو زیږنده بولي.

دا وزارت وایي، د امنیتي ځواکونو، په ځانګړي توګه د پولیسو د رهبرۍ اصلاحاتو ته قوي لېوالتیا شته خو دا بهیر له یو لړ خنډونو سره مخامخ دی.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي له ازادي راډیو سره مرکه کې د جنګ جګړو د شدت تر څنګ سیاسي لاسوهنې د پولیسو د ناسم مدیریت یو اساسي لامل یادوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي

ښاغلي صدیقي زیاته کړه:

"اولین دلیل چې موږ وړاندې کړی چې اصلاحات نه‎شو راوستلای، دا دی چې سیاسیون دې د پولیسو په چارو کې مداخله نه‌کوي. پولیس باید په داسې بنسټ بدل شي چې خپله خپل واک ولري."

ښاغلی صدیقي د ولایتونو په کچه د امنیه قومندانانو په ټاکنو کې ځیني خلاوې هم مني خو په ورته وخت کې وایي چې ۹۰ فیصده پولیس دا مهال له خپلې اساسي دندې چې د قانون او نظم تطبیقول دي، لیرې پاتې شوي او دغه ځواکونه عملاً په جګړه بوخت دي.

ولسمشر محمد اشرف غني هم روانه اوونۍ په زغرده وویل چې په ډېرو ولایتونو کې امنیتي ستونزې د ناسمې رهبرۍ او غیر مسلکي ګُمارنو له امله راپیدا شوي چې اصلاحاتو ته اړتیا لري.

دې وضعیت د مشرانو جرګې د غړو انتقادونه هم راوپارول او دوی اندېښنه څرګنده کړه چې که په امنیتي ارګانونو کې مقررۍ د سلیقو له مخې وشي نو امنیتي وضعیت به لاپسې کړکېچن شي.

د پولیسو په رهبرۍ کې د ضعف خبره داسې مهال کېږي چې وسله‎والو طالبانو په کندز، هلمند، فراه، ارزګان او ځینو نورو ولایتونو کې جګړو ته په بې‌ساري توګه زور ورکړی دی.

اخوا د چارو کارپوه باري عارض وایي، دا د دولتي رهبرۍ په جدیت پورې اړه لري چې څومره د امنیتي ځواکونو د مدیریت ستونزه حلوي، خو نوموړي په ورته وخت کې د دولت جوړښت د دې ستونزو یو لامل بولي.

عارض وایي، ځینې ستونزې د دولتي رهبرۍ په جدیت پورې اړه لري.

ښاغلي عارض زیاته کړه:

"بدبختانه زموږ د دولت اداره داسې جوړه شوې چې د کارونو مخه نیول کېږي. لکه څرنګه چې ولسمشر ورته اشاره وکړه، داسې ځواکونه دولت کې شته چې هغوی د اصلاحاتو او د وضعیت د ښه کېدو مخه ډب کوي."

ښاغلی عارض سپارښتنه کوي چې د اصلاحاتو د عملي کېدو لپاره د مسلکي کسانو موندل او له دې بهیره د نړیوالو ملاتړ مهمه خبره ده.