د افغان حکومت لاسته راوړنې د ۱۵.۲ملیارده ډالرو مرستې ژمنې لامل شوې

د افغانستان د اقتصاد او بهرنیو چارو وزارتونه وايي چې د ځان بساینې په لور ګامونه د دې لامل شوي چې نړیواله ټولنه دې له دغه هېواد سره څه باندې ۱۵ ملیارد ډالره مرسته وکړي.

د خصوصي سکټور پیاوړتیا، د مخابراتو په برخه کې ازاده پالیسي، په پریکړو کې د خصوصي سکتورونو داخلول، د سوداګرۍ په خاطر د بېلابېلو ترانزیټي بندرونو جوړول او د صادراتو د اندازې لوړېدل هغه اقتصادي لاسته راوړنې دي چې د افغان چارواکو په باور د بروکسل په کنفرانس یې مستقیمې اغېزې لرلې.

د اقتصاد وزارت ویاند سهراب بهمن د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په بروکسل کنفرانس کې د دغو مسایلو او دې ته ورته معلوماتو وړاندې کول د دې لامل شول چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره ۱۵.۲ ملیارده ډالره مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه:

"لنډه دا چې په بروکسل کنفرانس کې دا ټولې لاسته راوړنې وې چې وړاندې شوې او د نړیوالې ټولنې د ملاتړ وړ شوې او له هغې وروسته نړیوالې ټولنې یوه ښه ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به تر ۲۰۲۰ کاله د ۱۵.۲ ملیارده ډالرو مرسته کوي."

ښاغلی بهمن وايي د کورنیو عوایدو د کچې لوړول او په ځان بساینه هغه موارد دي چې افغان حکومت یې نړیوالې ټولنې ته ژمنه ورکړي ده.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شکیب مستغني چې په دې غونډه کې یې حضور درلود وايي، د کاسا زر پروژه، د چابهار بندر، د لاجوردو لار، د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان تر منځ د اوسپنې پټلۍ او په همدې ډول د سیمې د پنځو هېوادونو تر منځ ورته لار د سیمې په کچه ښې اړیکې جوړې کړي دي.

ښاغلی مستغني وايي چې د دې پروژو عملي کارونه پیل شوي او ښې نتیجې لري.

د افغانستان لپاره د بروکسل کنفرانس د روانې میلادي میاشتې په څلورمه او پنځمه نېټه په بلجیم کې جوړ شوی و چې نړیوالې ټولنې پکې له دغه هېواد سره د راتلونکو څلور کالونو لپاره ۱۵.۲ ملیارده ډالره مرسته اعلان کړه.

د چارواکو د دې ادعاوو تر څنګ د اقتصادي چارو یو شمیر کارپوهان وايي چې د ملي یووالي حکومت دومره لاسته راوړنې نه لري چې نړیوال دې له مخې مرسته کړي وي.

له دې ډلې اذرخش حافظي وايي چې دا مرستې د افغانستان حساس موقعیت په کتو کېږي.

اذرخش حافظي

هغه زیاته کړه:

"دا په دې معنا ده چې د افغانستان په ځان بساینه ډېر اهمیت لري، افغانستان د یوه بې مثاله جیو اکانومیک، جیو پولیتک او جیو ستراتژیک موقعیت له پلوه په نوي نړی کې له ځانګړي اهمیته برخمن دی، او افغانستان امریکا ته د یوه شریک په حیث اړتیا لري نو لاسته راوړنې چیرته دي."

ښاغلی حافظي حکومت ته وړاندیز کوي چې د مرسته شوو پیسو لپاره یو منظم پروګرام جوړ کړي تر څو یو ځل بیا د تېر په څېر حیف و میل نه شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ