افغانستان
ماليې وزارت بروکسل غونډه کې د نړیوالې ټولنې قناعت خپل کړی

د افغانستان د مالیې وزارت وایي چې د بروکسل په غونډه کې یې د نړیوالې ټولنې قناعت خپل کړی او دغه دوه ورځنۍ غونډه په بریا سره پای ته ورسېده.
د دغه وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي نن یکشنبه په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې په دغې غونډه کې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې د ۱۵.۲ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه وکړه.
دغهراز نړیوالې ټولنې له افغانستانه په ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي برخو کې د اصلاحاتو غوښتنه کړې ده.
د بروکسل نړیواله دوه ورځنۍ غونډه د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د ۷۵ هېوادونو او شاوخوا ۲۶ نړیوالو مؤسسو په ګډون له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د میلیاردونو ډالرو په ژمنې سره پای ته ورسېده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
افغانستان به د کرکټ په آسیايي جام کې خپله لومړۍ لوبه د هانکانګ پر وړاندې وکړي

په پام کې ده چې د آسیايي جام لوبې د سپتمبر په نهمه د افغانستان او هانکانګ ترمنځ په لوبه پیل شي.
د شل اووریزه لوبو په دې لړۍ کې به افغان لوبډله په ب ګروپ کې له بنګلدېش، هانکانګ او سریلانکا سره او په الف ګروپ کې به هند، له عمان، پاکستان او متحده عربي اماراتو سره لوبې کوي.
په ګروپي پړاو کې به د افغانستان دوهمه لوبه د سپټمبر په ۱۶مه له بنګلدېش او دریمه لوبه به یې د سپټمبر په ۱۸مه له سریلانکا سره وي.
د ۲۰۲۵ کال اسیایي جام د متحده عربي اماراتو په کوربه توب ترسره کیږي. د جام تنظیمونکو دا اعلان پرون داسې مهال وکړ چې د پاکستان او هند ترمنځ سیاسي لانجو آسیايي جام له بې برخه لیکه حالت سره مخامخ کړی و.
په دې جام کې د هند او پاکستان لومړۍ لوبه به د سپټمبر په ۱۴مه وي.
د یوناما مرستیال مشر وايي افغانستان باید د پاکې انرژۍ له نوي پېر سره یوځای شي

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندوی ماموریت یوناما مرستیال مشر ایندریکا راټواټ وايي، افغانستان باید د انرژۍ د نوي پېر د پیل له غوښتنو سره یوځای شي او د فوسیلي انرژۍ له کارولو ډډه وکړي.
ښاغلي راټواټ په یوه ویډیويي پیغام کې چې نن د ملګروملتونو د افغانستان د څانګې پر ایکس پاڼه خپور شو خبرداری ورکړی چې که په دې برخه کې اقدام ونه شي نو د افغانستان او سیمې د ثبات او په ټوله نړۍ کې د بشري هڅو لپاره به ډېر ناوړه عواقب ولري.
د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش له نړیوالو غوښتي دي چې د انرژۍ د لګښت نوی پېر پیل کړي. ښاغلي ګوتیریش د فوسیلي انرژۍ پرځای د نوي کېدو وړ انرژۍ د لګښت لپاره غږ کړی.
د یوناما مرستیال د م. م د سرمنشي دې څرګندونو ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې په افغانستان کې د چاپیریال بدلون کوم راروان ګواښ نه دی بلکې دا ناورین همدا اوس روان دی.
د ایران ولسمشر افغانستان ته د سفر لپاره چمتووالی ښودلی

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان افغانستان ته د سفر لپاره تیاري ښودلې.
د ایران د جمهوري ریاست د رسمي ویبپاڼې د خبر له مخې ښاغلي پزشکیان پرون (د زمري- اسد په څلورمه) د بهرنیوچارو وزارت له کارکوونکو سره په غونډه کې وویل چې له اسراییل سره تر ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته ایران باید نړیوالو ته وښيي چې سوله او له ټولو هېوادونو سره رغنده اړیکي غواړي.
ښاغلي پزشکیان همداراز له ایرانه د افغان کډوالو جبري ایستلو ته اشاره وکړه او ویې ویل، ده د کورنیو چارو وزیر ته لارښوونه کړې چې دا کار په ډېر دقت ترسره وکړي څو په افغانانو کې د ایران په اړه منفي ذهنیت جوړ نه شي.
پزشکیان وویل ایران له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی او د لازمو تیاریو په صورت کې دی چمتو دی چې افغانستان ته سفر وکړي.
د طالبانو د حکومت چارواکو تراوسه د ښاغلي پزشکیان د دې اعلان په اړه څه نه دي ویلي. ایران د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو په تېرو نژدې څلورو کلونو کې یې ډېر نژدې اړیکي ورسره پاللي دي.
پزشکیان: د کډوالو چارې باید سمې سمبال شي څو افغانانو سره منفي ذهنیت پیدا نه شي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وایي، د افغان کډوالو چارو کې باید له پوره دقته کار واخیستل شي چې په خبره یې افغانانو سره منفي ذهنیت پيدا نه شي.
هغه ویلي، په دې اړه یې د بهرنیو چارو وزارت ته لارښونه کړې.
دا په داسې حال کې ده چې ایران په دې وروستیو کې د افغان کډوالو ایستل ګړندي کړي او هلته د پولیسو له خوا له کډوالو سره د ناوړه چلند شکایتونه هم شوي دي.
په کابل کې د ایران سفارت پرون شنبه ( د زمري ۴مه) ویلي چې پزشکیان د بهرنیو چارو وزارت له کارکوونکو سره په خبرو کې افغانستان یو " ملګری ګاونډی" یاد کړی.
هغه ویلي، که فرصت ورته برابر شي افغانستان ته سفر کوي چې د اړیکو په تاریخ کې نوی فصل پرانیزي.
ایران تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، خو تعامل ورسره لري او تهران کې یې د طالبانو ډيپلوماتان منلي دي.
د کریکټ د اسیایي جام برخه لیک معلوم شو، پاکستان او هند هم په کې مخامخیږي

د کریکټ د ۲۰۲۵ کال اسیایي جام د متحده عربي اماراتو په کوربه توب ترسره کیږي.
فرانس پریس ویلي، د جام تنظیمونکو پرون شنبه ( د زمري ۴مه) دغه اعلان داسې مهال وکړ چې د پاکستان او هند ترمنځ سیاسي لانجو دغه جام له بې برخه لیکۍ سره مخامخ کړی و.
دغه جام کې چې د راتلونکې سپټمبر له ۹مې تر ۲۸مې دوام کوي، دوه سیال هېوادونه هند او پاکستان هم سره مخامخیږي او دغه هېوادونه په ( اې ګروپ) کې له کوربه اماراتو او عمان سره په یوه ډله کې دي.
د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله هم دغه جام کې لوبېږي.
د اسلامي نړۍ یوه پلاوي کابل ته په سفر کې د دیني علماو پر تعامل او علمي بحثونو ټینګار کړی

د اسلامي نړۍ د همغږۍ ټولنې یوه پلاوي کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې له طالب چارواکو سره د " مسلمانانو لپاره پر ارزښتمنو" مسلو خبرې کړې دي.
دوی دا مسلې د دیني علماو ترمنځ متقابل تعامل، د دوی ترمنځ د علمي بحثونو پیاوړتیا او د مسلمانانو ترمنځ د همغږي زیاتول یاد کړي دي.
د دغه پلاوي مشر محمد بن عدالکریم العیسی نن شنبه تر خپلو لیدو کتو وروسته د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په یوه ګډ ویډیویي پیغام کې د دې ډول لیدو کتو پر دوام ټینګار کړی دی.
په دغه څه باندې شپږ دقیقه یي ویډیویي پيغام کې که څه هم د نجونو د تعلیم مسلې ته اشاره نه ده شوې، خو وړاندې تر دې د اسلامي همکاریو سازمان یو پلاوي کابل ته د سفر پر مهال له طالبانو غوښتي چې د نجونو د تعلیم او تحصیل حق ورکړي.
طالبانو واک ته له رسیدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي بندل کړ او وروسته یې د هغوی پر لوړو زده کړو هم بندیز ولګوه.
بریتانیا د هوا له لارې غزې ته د مرستې رسولو چاره پيل کړې

د بریتانیا صدر اعظم کایر سټارمر وایي، دوی به د هوا له لارې غزې ته د مرستې رسونې په چارو کې برخه واخلي.
دا وروسته تر دې چې اسراییل د جمعې په ورځ وویل، دوی اجازه ورکوي چې هېوادونه جګړه ځپلې غزې ته د هوا له لارې خوراکي مواد واچوي.
بریتانوي چارواکو ویلي، دوی له مخکې له اردوني چارواکو سره په تماس کې شوي چې غزې ته د خوراکي موادو رسول اسانه کړي.
بریتانیا ویلي، دوی د هغو فلسطیني ماشومانو درملنې ته هم چمتو دي چې جګړه کې ټپیان شوي دي.
د بریتانیا پر صدر اعظم د پارلمان د ۲۲۱ غړو له خوا فشار دی چې فلسطین د یوه دولت په توګه په رسمیت وپیژني.
دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون وویل، هېواد به یې د امنیت شورا د لومړني غربي غړي په توګه په سپټمبر میاشت کې فلسطین د یوه دولت په توګه په رسمیت وپیژني.
غزه کې بشري ناورین حاکم دی او ملګرو ملتونو ویلي، لوږه تر هرې دروازې پورې رسیدلې ده.
د ګډ امنیتي تړون غړیو له افغانستان سره د تاجکستان د پولې پر پیاوړتیا خبرې وکړې

د ګډ امنیتي تړون سازمان (CSTO) د جمعې په ورځ د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د پولې د پیاوړتیا پر لارو چارو د خبرو لپاره غونډه وکړه.
انټرفکس خبري اژانس د دې سازمان د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې وویل چې په دې غونډه کې، چې د ګډ امنیتي تړون په دارالانشاء کې جوړه شوه، له افغانستان سره د تاجکستان د پولې پر پیاوړتیا او تجهیز خبرې وشوې.
په غونډه کې د افغانستان په پوله کې د تاجکستان سرحدي ځواکونو ته د وسلو د لیست په اړه هم بحث وشو.
سره له دې چې روسیې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی او د منځنۍ اسیا هیوادونو له طالبانو سره اقتصادي او تجارتي اړیکې زیاتې کړي، له کله چې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته رسیدلي، دا هیوادونه د افغانستان له درکه وخت په وخت په امنیتي برخه کې اندېښنه ښيي.
د افغان کارګرو د ایستلو له امله په ایران کې ساختماني چارې ټکنۍ شوي

د تهران د پراخو تولیداتو د اتحادیې رئیس ایرج رهبر، وایي چې د افغان کارګرانو د ایستلو له امله، ساختماني صنعت په تېره بیا په تهران کې له جدي ستونزو سره مخامخ شوی دی.
نوموړي د ایران له (ایلنا) خبري آژانس سره په مرکه کې، چې پرون یې خپره کړې، ویلي چې په تهران کې تر ۵۰ سلنه زیات ساختماني کارګر افغانان وو، او اوس چې هغوی له هېواده وتلي، ځینې پروژې ځنډېدلي او د کار تولید کم شوی دی.
رهبر زیاتوي چې افغان کارګرو د سمینټ اچولو، سنګکارۍ، بنايي او عادي کارګرۍ په شمول په بېلابېلو برخو کې کار کاوه، او اوس د دغو مسلکونو لپاره د ایراني کارګرو پیدا کول وخت غواړي.
هغه دا هم وویل چې ایراني کارګر ساده ساختماني کار ته دومره لېوالتیا نه لري، ځکه چې اجوره یې کمه ده، خو افغان کارګر د کمې اجورې په بدل کې او بې له ټولنیزې بیمې ډېره خواري کوي، نو له همدې امله کارفرمایان هغوی ته لومړیتوب ورکوي.
د تهران د پراخو تولیداتو د اتحادیې مشر دا هم وویل چې د یوه ایراني کارګر مزد د دوو افغان کارګرو هومره دی.
طالب چارواکو د پاکستان له لوري د افغانستان پر صادراتو د واګې بندر پر بندولو اعتراض کړی

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان له لارې هند ته د افغانستان د صادراتو پر مخنیوي په رسمي ډول اعتراض وکړ.
پاکستاني رسنیو پرون (جمعه) راپور ورکړ چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ د مرستیال په مشرۍ یوه جګپوړي پلاوي په دې اړه د وروستي سفر په ترڅ کې له پاکستاني چارواکو سره مفصلې خبرې کړې دي.
پاکستاني رسنیو ته د خپل هیواد حکومتي سرچینو ویلي، افغان پلاوي یادونه وکړه چې پاکستان د سږ کال له مې میاشتې راهیسې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان سوداګري توکي د واګې بندر له لارې هندوستان ته صادر شي، چې دا د ۲۰۱۰ کال د افغانستان–پاکستان د ترانزیتي سوداګرۍ له تړون سره په تضاد کې ده.
افغان سوداګر وايي چې د پاکستان له لوري د واګې بندر له لار هند ته د افغانستان د صادراتو په لاره کې خنډونو دوی ته درانه تاوانونه اړولي دي.