د افغانستان د عدليې وزارت او د بشري حقونو څخه د ملاتړ اداره وايي چې تر اوسه د بشري حقونو د خوندیتوب په برخه کې د نړیوال سازمان لهخوا له ترلاسه شویو ۴۰۱ سپارښتنو څخه يوازې ۲۱ سلنهیې په افغانستان کې پلي شوي.
د يادو ادارو د مسؤلینو په وینا له دغو سپارښتنو څخه ۵۰ سلنهیې د پلي کېدو په حال کې دي او ۲۹ سلنه نورې یې نهدي پلي شوي.
د افغانستان د عدليې وزارت مرستیال ذبیحالله هاشمي د یکشنبې په ورځ په کابل کې د يوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، افغانستان کې د بشري حقونو سپارښتنو د پلي کېدو کچه ډېره ټيټه ده او که دغه سپارښتنې په سمه توګه پلي نهشي نو د نړېوالې ټولنې په وړاندې به د افغانستان حیثیت تر پوښتنې لاندې راشي.
عدليې وزارت: افغانستان کې د بشري حقونو سپارښتنو د پلي کېدو کچه ډېره ټيټه ده.
ښاغلي هاشمي زیاته کړه:
"په ټوله کې ۴۰۱ سپارښتنې دي چې له بدهمرغه د سپارښتونو د پلي کېدو سطحه ډېره ټيټه ده چې دا د افغانستان لپاره د خطر زنګ دی، مختلفې دولتي او نورې ادارې باید دغه سپارښتنې پلي کړي او که په پلي کولو کې يې موږ پاتې راشو نو دا د افغانستان د حیثیت لپاره ډېره بده ده."
د افغانستان عدليې وزارت او له بشري حقونو څخه د ملاتړ ادارې د راپور له مخې دغه سپارښتنې، د قوانینو اصلاح، د اداري فساد، د کار حق او د مېرمنو په وړاندې د تاوتریخوالي، د ماشومانو د ناوړه وضعیت، د نشهيي توکو، ځورونې او د ملکیانو د مرګ ژوبلې په وړاندې د مبارزې په برخو کې دي.
د افغانستان د عدلیې وزارت چارواکي وايي، دوی دغه سپارښتنې له ټولو ادارو سره شریکې کړي او د پلي کېدو غوښتنهیې کړې ده.
په ورته وخت کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویاند رفیعالله بېدار ازادي راډيو سره په خبرو کې د دغو سپارښتنو په پلي کېدو ټینګار وکړ او ویېویل چې دغه سپارښتنې باید په وخت سره پلي شي او راپور يې هم اړوندو ادارو ته واستول شي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویاند رفیعالله بېدار
ښاغلي بېدار زیاته کړه:
"د دغو سپارښتونو په برخه کې باید نور کار هم وشي او جدي ونیول شي او دغه سپارښتنې باید په وخت او موقع سره باید پلي شي او د اجرأتو په برخه کې مربوطه کمېټو ته معلومات وړاندې کړي."
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې افغانستان د بشري حقونو د خوندیتوب په برخه کې په ملي او نړیواله کچه له کلک انتقاد سره مخ دی.
افغانستان تر اوسه د بشري حقونو په برخه کې د اوو نړیوالو کنوانسینونو غړیتوب لري او اړ دی چې په هېواد کې د بشري حقونو د پلي کېدو او وضعیت په اړه د بشري حقونو څارونکو بنسټونو ته راپور ورکړي.
راپور: محمد واصل وصال