د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

د امریکا سفارت: افغانستان کې د امریکا ۱۵کلن حضور مثبت اثر درلود


په کابل کې د امریکا سفارت وايي، په افغانستان کې د امریکایانو د پنځلس کلن حضور له کبله ګڼ مثبت تغیرات رامنځته شوي دي.

یاد سفارت وايي، که څه هم په افغانستان کې د امنیت په ګډون ګڼې ستونزې شته، خو عمومي وضعیت له پخوا خورا بهتره دی.

په کابل کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفارت ویاند وايي چې په افغانستان کې د امریکایانو د حضور له کبله وضعیت ترپخوا ډېر ښه شوی دی.

«لوفنټر» د جمعې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو وویل چې افغانانو د تعلیم، صحت، اقتصاد، د بشري حقونو د خوندیتوب، د بیان ازادۍ او په نور برخو کې پرمختګونه کړي خو لاهم د ثبات د ټینګښت په برخه کې ستونزې شته چې هیڅوک ترې انکار نه شي کولای.

هغه زیاته کړه:

"کله چې تاسو تعلیم، صحت، زېربنا، د ښځو حقونو او د بیان د ازادي برخو ته ګورۍ نو افغانستان عظیم پرمختګونه کړې."

بلې، خو ښاغلې لاهم افغانستان له جدي امنیتي ستونزو سره مخامخ یو چې ښه بېلګه د کندز ولایت دی، د دغه ولایت ډېری برخو طالبانو نیولي؟

"بلې یقناً مشکلات شته هیڅوک ترې انکار نه شي کولای خو په دې هم باید فکر وشي چې افغانستان په تېرو ۱۵ کلونو کې له کوم حالت چېرته رسېدلی دی."

پنځلس کال وړاندې د دوه زره لومړي کال د اکتوبر د میاشتې په اوومه نېټه امریکايي ځواکونه د القاعده شبکې د ځپلو په هدف په افغانستان کې خپل بریدونه پیل کړل او پلي ځواکونه هم د همدې هدف د ترلاسه کېدو لپاره افغانستان ته راغلل، خو په دوه زره څوارلسم میلادي کال کې د امریکا د مهاربوي ځواکونو یوه لویه برخه بېرته له افغانستان څخه ووتله.

یو شمېر افغان سیاسي کارپوهان بیا وايي چې په افغانستان کې د امریکایانو حضور خپلې ښیګڼې او بدې لرلې.

سیاسي کارپوه احمد سعیدي وايي، په افغانستان کې د جنګ دوام فقر او بې وزلي هغه لويې ستونزې دي چې امریکایان په حل کې ناکام وو.

سیاسي کارپوه احمد سعیدي
سیاسي کارپوه احمد سعیدي

هغه زیاته کړه:

"له بده مرغه جنګ ختم نه شو، مهاجرتونه تر اوسه شته او له اقتصادي اړخه ددې برعلاوه چې جنګ دی نا امني ده داسې یو سیاست وشو چې موږ باید دیرش کاله نور هم محتاجه اوسو."

وسله والو طالبانو هم په افغانستان کې د امریکایانو د پنځلس کلن حضور په باب رسنیو ته په استولې پیغام کې ادعا کړې چې امریکایان په افغانستان د خپلو موخو د ترلاسه کېدو په برخه کې بریالي نه شول.

له دې ټولو سره ـ سره د نړیوالو اړیکو د برخې کارپوه انتظار خادم وايي، امریکایان هیڅکله د جنګ له لارې په افغانستان کې خپلو موخو ته نه شي رسېدلای.

ښاغلی خادم په بشپړه توګه له افغانستان څخه د امریکایانو وتل هم حل لاره نه بولي، خو سپارښتنه یې داده چې امریکایان باید پخوانۍ تېروتنې تکرار نه کړي او د جنګ پرځای په افغانستان کې د اساسي کارونو په ترسره کولو د افغانانو باور راخپل کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG