د حزب‎اسلامي یو پلاوی امریکا ته ځي

ټاکل شوې د حزب‎اسلامي یو پلاوی امریکا ته ولاړ شي.

د حزب‌اسلامي ډلې د مرکچي پلاوي یوه غړي عتیق‌الله صافي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه څلور کسیزه پلاوی به د حزب‎اسلامي د سیاسي چارو د مسؤل غیرت بهیر په مشرۍ امریکا ته ولاړ شي خو د سفر د وخت او اجنډا په اړه‌یې جزئیات ورنه‎کړل.

ښاغلي صافي همدارنګه وویل چې ښایي دغه ډله یو شمېر نورو هېوادونو ته هم سفرونه ولري.

صافی وايي:

"د حزب‎اسلامي پلاوی کابل کې تقریباً د اکثرو هېوادونو له‎خوا دعوت شوی او د هغوی څخه‌یې ډېر استقبال کړی دی. کېدای شي راتلونکي کې حزب‎اسلامي زیاتو هېوادونو ته د هغوی په غوښتنه سفر وکړي."

د سولې عالي شورا که څه هم د حزب‎اسلامي د پلاوي د سفر په اړه معلومات نه‎لري خو وایي چې پر دغې ډلې د بندیزونو لیرې کول د حکومت مکلفیت دی.