هلمند کې ۱۰۰ تنه د طالبانو له زندانه راخوشې کړل شوي

د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي چې په هلمند کې سل تنه د طالبانو له قیده ازاد شوي دي.

له دغه وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان د نهر سراج، مارجې او نوزاد ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې له طالبانو راخلاص شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د دغو کسانو د هویت په اړه به جزئیات وروسته خپاره شي، خو په‌کې نه‌دي ویل شوي چې د دغو کسانو د راخلاصېدو عملیات کله ترسره شوي دي.

قاري یوسف احمدي چې ځان د وسله‌والو طالبانو ویاند معرفي کوي، د دفاع وزارت دغه ادعا رد کړې ده.