پاکستان د افغان حکومت او حزب اسلامي د تړون هرکلى وکړ

پاکستان حکومت د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د تړون هرکلى کړی او په افغانستان کې یې سوله او ثبات د افغانانو حق بللی او ټينګار یې کړى چې د افغانانو په مشرۍ او رهبرۍ د سولې د کوښښونو او بيا پخلاينې ننګه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د يکشنبې په ورځ په دې اړه په يوې خپرې کړې خبرپاڼه کې سره له دې چې په افغانستان کې ثبات د پاکستان په ګټه بللی، ويلي چې پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات هيله لري.

یاد وزارت خپره شوې خبرپاڼه کې د دغه وزارت د ویاند نفیس زکریا په حواله لیکلي:

"په افغانستان کې سوله او ثبات د ټولې سیمې، په ځانګړي توګه د پاکستان په ګټه دى، نو له همدې امله پاکستان په افغانستان کې سولې او ثبات ته ژمن دی."

دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت او ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د افغانستان د حزب اسلامي ګوند ترمنځ د سولې تړون څو ورځې مخکې په کابل کې لاسليک شو.

د دواړو افغان لورو ترمنځ د سولې تړون تر هغې وروسته لاسليک شو چې د حزب اسلامي مرکچيانو او همداراز د افغانستان د سولې عالي شورا د چارواکو ترمنځ له تېرو څو مياشتو راهيسې پر دغه تړون خبرې اترې روانې وې.

که له يوې خوا د پاکستان حکومت تل ټينګار کوي چې په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره د افغانانو په مشرۍ د سولې د هڅو ملاتړ کوي او په دې لړ کې مرستو ته ژمن دى، خو افغان حکومت بيا وايي چې پاکستان دې د ژمنو پر ځاى عملي ګامونه پورته کړي.

د پاکستان حکومت تل ټينګار کوي چې افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره د افغانانو په مشرۍ د سولې د هڅو ملاتړ کوي

که څه هم پاکستان حکومت د تېر کال جولای مياشت کې د لومړي ځل لپاره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو لار برابره کړه او دواړو غاړو اسلام‌اباد ته نېږدې مري ښارګوټي کې سره وليدل او د دې لړۍ جاري ساتلو ژمنه‌يې وکړه، خو د دغو ليدنو کتنو لړۍ تر هغې وروسته په ټپه ودرېده چې د افغان طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مړينې خبر راښکاره شو او د نوي مشرتابه تر ټاکلو وروسته په کابل کې ترهګريز بريدونه ډېر شول.

که څه هم بيا وروسته د تېر کال دېسمبر کې په اسلام‎اباد کې د پاکستان په کوربه‌توب د افغانستان په اړه د جوړ شوي اسیا زړه کنفرانس کې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د افغانستان، امريکا، چين او پاکستان يوه څلور اړخیزه ګارډنېشن کمېټه جوړه شوه او په اسلام‌اباد او کابل کې يې څو غونډې وکړې، خو له تېرې څه مودې راهيسې د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ د تعلقاتو د خړ پړتيا له امله د دغې څلور اړخیزې کارډېنشن کمېټې او د افغان حکومت او افغان ‌‌طالبانو ترمنځ د مذکراتو برخلیک لا هم روښانه نه‌دى.

افغان حکومت او د افغانستان د سولې عالي شورا له حزب اسلامي سره د سولې د تړون تر لاسليکېدا وروسته له طالبانو هم وغوښتل چې د حزب اسلامي پر پل، پل کېږدي او سولې و روغې جوړې ته راستانه شي.

د یادونې وړ ده چې تر پاکستان مخکې د امریکا متحده ایالاتو هم د افغان حکومت او حزب اسلامي د سولې د تړون د لاسلیکېدو هرکلی کړی دی.

راپور: ذبيح مومند