د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

ویسا: حکمتیار دې خپل اهداف د ملي ګټو په رڼا کې ولټوي


د کابل نن چاپ ورځپاڼو د ګڼو نورو مسایلو ترڅنګ بیا هم د سولې پر موضوع لیکنې خپرې کړي او په دې اړه یې د حکومت ژمنې او د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار مسؤلیتونه څرګند کړي دي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې په یوه مطلب کې د ولسمشرغني له قوله لیکلي چې افغانانو او نړیوالو ته مو ثابته کړه چې موږ قانوني او با عزته سوله غواړو.

په مطلب کې راغلي چې ښاغلي غني د سولې د عالي شورا له مشر پیر سید احمد ګیلاني او د دې شورا له غړو سره په لیدنه کې ویلي چې افغانان او نړیوال له بین الافغاني سولې څخه هرکلی او ملاتړ کوي.

ورځپاڼې په یوه بل مطلب کې لیکلي چې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د حزب اسلامي له مرکچي پلاوي سره په لیدنه کې ویلي چې د سولې لپاره د حکومت اراده پیاوړې ده.

دې ورځپاڼې په یوه جلا مطلب کې لیکلي چې د افغانستان ولسي جرګې هم له حزب اسلامي سره د سولې د تفاهم‎لیک ملاتړ کړی دی.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې هم له حزب‎اسلامي سره د سولې د تفاهم‎لیک په اړه یو تحلیلي مطلب خپور کړی او ویلي یې دي چې له حزب اسلامي سره سوله، پر نورو ډلو یې اغېزې او د حکمتیار مسؤلیت.

لیکوال ویلي چې له حزب اسلامي سره د سولې تفاهم‎لیک او د دې حزب سیاسي فعالیتونه د حکومت پر سیاسي چوکاټ هم اغېز لري او په حکومت کې به د لیکوال په خبره د واک تعادل رامنځ ته شي.

په مطلب کې همدا راز راغلي چې اوس ګلبدین حکمتیار هم مسؤلیت لري چې د ټولنې حالات درک کړي او خپل اهداف د ملي ګټو په رڼا کې ولټوي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې له حزب اسلامي سره د سولې د تفاهم‎لیک په اړوند د نړیوالو پر ملاتړ تمرکز کړی.

په مطلب کې راغلي چې یوناما دا یو ښه ګام بللی او ویلي یې دي چې د سولې برخه کې د افغان حکومت هلې ځلې ستایي او ورڅخه په ټینګه ملاتړ کوي.

دې ورځپانې همدا راز ویلي چې امریکا او بریتانیا له لومړیو هېوادونو څخه و چې د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ یې د سولې د تفاهم‎لیک ملاتړ وکړ.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ کې د اجرائیه ریاست د دویم مرستیال محمد محقق هغه خبرې را اخېستي چې ویلي یې دي د سولې په برخه کې د افغان دولت له لوري هېڅ ډول خنډ نشته.

په مطلب کې د ښاغلي محقق له قوله ویل شوي چې افغان دولت سولې ته ژمن دی او له ډېرې مودې راهیسې په دې برخه کې منډې ترړې کوي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې یوه تحلیلي مطلب ته دا عنوان ورکړی، که څه هم سولې ته د رسېدو لاره اوږده ده خو باید دا فاصله طۍ شي.

نسیم شفق

XS
SM
MD
LG