ارګ: له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه لیک په اړه اندېښنې بېځایه دي

د افغانستان جمهوري ریاست له حزب اسلامي سره د سولې د تفاهم لیک په اړوند اندېښنې بې ځایه وبللې او وایي چې افغان حکومت له مخالفو وسله والو ډلو سره د باعزته سولې په لټه کې دی.

جمهوري ریاست وایي، له حزب اسلامي سره د سولې په تفاهم لیک کې ملي ګټې او تېرې لاس ته راوړني په پام کې نیول شوي او په دې برخه کې اندېښنې او انتقادونه بې ځایه دي.

د ولسمشر غني د ویاند مرستیال دواخان مینه پال د شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په مرکې کې که څه هم په دې اړه ډېر جزئیات وړاندې نه کړل، خو ویې ویل چې افغان حکومت له ټولو مخالفو وسله والو ډلو سره باعزته سوله غواړي.

مینه پال: افغان حکومت له ټولو مخالفو وسله والو ډلو سره باعزته سوله غواړي.

هغه زیاته کړه:

"که چېري د توافقنامې متن دقیق او بشپړ ولوستل شي ټولې اندېښنې لري کېږي، موږ له هرې مخالفې ډلې سره با عزته سوله غواړو په دې معنی چې د تېرو پنځلسو کلونو لاس ته راوړنې خوندي دي او افغانستان ډیموکراتیک او مشروع نظام لري،افغانستان د نورې نړۍ په څېر له ټولو هغو وسله والو ډلو سره سوله کوي چې سولې ته غاړه ږدي او په دې برخه کې هیڅ ډول قانوني خنډ نه دی موجود."

دا څرګندونې د بشري حقونو د نړیوال سازمان د هغې اندېښنې په ځواب کې کېږي چې ویلي یې دي د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې توافقنامه جنګي جنایت کارانو ته له مجازاتو څخه د معافیت فرهنګ پیاوړی کوي.

د افغان حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ترمنځ د سولې تفاهم لیک د تېرې پنجشنبې په ورځ لاسلیک شو، خو دې تفاهم لیک په ملي او نړیواله سطح مثبت او منفي غبرګونونه هم را وپارول.

په افغانستان کې بېلا بېلو سیاسي ګوندونو، څېرو او ملي شورا له دې تفاهم لیک څخه هرکلی کړی او د امریکا په ګډون مختلفو هېوادونو هم دا په افغانستان کې د امنیت او ثبات لپاره یو مهم ګام بللی دی.

خو د بشري حقونو نړیوال سازمان د جمعې په ورځ ویلي چې ګلبدین حکمتیار په افغانستان کې له تورنو جنګي جنایت کارانو څخه دی او د ده په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې تفاهم لیک جنګي جنایت کارانو ته له مجازاتو څخه د معافیت فرهنګ عام کوي.

خو د افغانستان د بشري حقونو سازمان په دې اړه بل ډول نظر لري، د دې سازمان مشر لعل ګل لعل وایي چې ټولو جنګي جنایت کارانو ته باید به یوه سترګه وکتل شي.

لعل: ځینې دوستان په دې هکله یو اړخیز قضاوت کوي.

هغه زیاته کړه:

"په ډېرې خواشینۍ سره چې ځینې دوستان په دې هکله یو اړخیز قضاوت کوي، موږ باید په افغانستان کې د ټولو جنایت کارانو په وړاندې ودرېږو، محکمې ته د هغوی د کش کولو غوښتنه او په دې برخه کې مبارزه وکړو، تر اوسه لاهم دغه قاتلان یا جنایت کاران په حکومت کې موجود دي."

تردې وړاندې د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر کریم امین ویلي چې د نظام ملاتړ، د هېواد دفاع او د خلکو د خدمت په لاره کې هر ډول قربانۍ ته چمتو دي او حزب اسلامي سوله له چاه سره د ایتلاف او یاهم دښمنۍ لپاره نه ده کړې.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم ویلي چې له حزب اسلامي سره سوله د ملي ګټو لپاره ده او ټولو هغو وسله والو ډلو ته چې د افغانستان اساسي قانون مني د خبرو اترو ور پرانیستی دی.

راپور: نسیم شفق