د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

سالنګي: ملي یووالی د سولې راوستلو تر ټولو غوره لار ده


د "سازمان نسل امید" په نامه د افغان ځوانانو یوې ټولنې د سولې نړیواله ورځ ولمانځله.

دغه سازمان وايي، د خلکو ترمنځ ملي یووالی په هېواد کې د سولې د راوستلو غوره لارده.

د سازمان نسل امید غړیو سوله د هېواد د پرختګ، پراختیا او د خلکو د سوکالۍ غوره وبلله او له خلکو او په تېره له ځوانانو یې وغوښتل چې د سولې لپاره هلې ځلې وکړي.

د دې سازمان رئیس حمید سالنګي وویل، روانوکابو ۴۰ کلنو جنګونو هېواد او خلک د ترقۍ او پرمختګ له کاروانه په شاه کړي او نور ددې وخت رارسېدلی چې د سولې د ټینګښت لپاره له هرې ممکنې او مشروع لارې څخه کار واخیستل شي.

ده په هېواد کې د سولې لپاره د خلکو ترمنځ پر ملي یووالي ټینګاروکړ:

"د هېواد نوی نسل سوله غواړي، له مختلفو جنګي ډلوڅخه غواړو چې ددغې سپېڅلې ورځې په خاطردې سوله وکړي، بله داچې رښتینې سوله هغه مهال ټینګېږي چې یو پښتون ونه وايي چې زه پښتون یم او یو تاجک هم ونه وایي چې زه تاجک یم، موږ ټول افغانان یواو د افغانستان د یو بیرغ لاندې ژوند کوو."
د سپتمبر یوویشتمه چې د سولي له نړیوالې ورځې سره سمه ده، له څو ورځو راهیسې په کابل او نورو ولایتونو کې د خلکو او ځینو دولتي ادارو لخوا، د غونډو په جوړولو سره لمانځل کېږي.

د سازمان نسل امید غړي د سولې نړیواله ورځ په داسې حالاتو کې لمانځي چې اوسمهال د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د حکومت او وسله والو مخالفینو ترمینځ جګړې روانې دي.

افغان چارواکي له پخوا راهیسې وايي چې د روانې جګړې ترشا د ځینو ګاونډیو هېوادونو استخباراتي کړۍ ولاړې دې او وسله والې مخالفې ډلې تمویل او لمسوي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د سولې عالي شورا په مرسته وتوانید چې د پنجشنبې په ورځ، د خپل یو مخالف لوري حزب اسلامي سره د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړي.

د سولې د نړیوالې ورځې د لمانځلو په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو مرستیال کمال سادات وویل، جنګ له موږ نه ډېرې مهمې ځاني او مالي شتمنۍ اخیستي او دوام یې له هیڅ چا او هیڅ ډلې په ګټه نه دی.

ښاغلي سادات پر وسله والو مخالفینو غږ وکړ چې د حزب اسلامي په څېردې، له مخالفته لاس واخلي او د سولې له پروسې سره دې یوځای شي:

سادات: وسله وال مخالفین دي د سولې بهیر سره یوځای شي.
سادات: وسله وال مخالفین دي د سولې بهیر سره یوځای شي.

"موږ د حکومت د دغه وروستي اقدام څخه چې له جناب حکمتیار صاحب له ډلې سره یې د سولې تړون لاسلیک کړ، هرکلی کوو او له ځوانانو غواړو په کلیو،بانډو او ولایتونو هرهغه څوک له حکومت سره وسله وال مخالفیت کوي، د سولې بهیر ته راوبولي، ترڅو د افغانستان موضوع موږ او تاسې د سولې له لارې حل کړو."

افغان چارواکي وايي، د سولې د ټینګښت په نیت یې پر خپلو تولو مخالفینو غږ کړی چې د جنګ او ورور وژنې پرځاې دې، خپل اختلافات د خبرو اترو له لارې له حکومت سره حل کړي.

د سازمان نسل امید د سولې د نړیوالې ورځې د لمانځلو غونډه، د ترانو، سردونو او تمثیلي پارچو په کولو سره چې د سولې پیغامونه پکې نغښتي وو، پاې ته ورسېده.

راپورخان محمد سیند

XS
SM
MD
LG