افغان ولسمشر راتلونکې اوونۍ هند ته ځي

د افغانستان ولسمشر راتلونکې اوونۍ هند ته روان دی. دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د کابل او نوې ډهلي تر منځ په ځانګړي ډول امنیتي برخه کې تر بل هر وخت همکاري زیاته شوې ده.

د ولسمشر اشرف غني ویاند وویل چې جمهور رئیس به د راتلونکې اوونۍ په وروستیو کې هند ته ولاړ شي.

چخانسوري: ټولې مرستې چې له افغانستان سره کېږي پر هغو به خبرې وشي.

هارون چخانسوري د دې سفر د هدف په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"ټولې مرستې چې له افغانستان سره کېږي پر هغو به خبرې وشي. د دې مرستو ځانګړتیاوې او جزئیات به تر خبرو وروسته له تاسو سره شریک کړو چې په کومو برخو او کومو مواردو کې دي. د دې مرستو لپاره موږ ځانګړې اجنډا لرو چې بحث به پرې وشي."

ځیني هندي رسنۍ خبر ورکوي چې هند به له افغانستان سره په پوځي برخه کې نوې مرستې وکړي.

تېره اوونۍ د افغانستان لوی درستیز قدم شاه شهیم هند ته ولاړ او د هند له لوی درستیز، د هوایي ځواکونو له مشر، د سمندري ځواکونو له مشر او د ملي امنیت له سلاکار سره‌یې وکتل.

په هند کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي وايي چې افغانستان د هوایي ځواکونو د پیاوړي کولو لپاره له هنده د مرستو غوښتنه کړې ده.

په هند کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي

ښاغلي ابدالي زیاته کړه:

"په افغانستان کې ځیني الوتکې لکه «اېم،ای،۱۷»، «اېم،ای، ۳۵» او داسې یو شمېر نورې روسۍ الوتکې شته، خو له فعالیت څخه لوېدلې دي. له هنده غوښتنه شوې چې د دې الوتکو په ترمیم کې له موږ سره مرسته وکړي، د ترمیم یو ورکشاپ په افغانستان کې جوړ کړي او په راتلونکي کې به هند له افغانستان سره د نورو الوتکو مرسته هم وکړي."

هند کې د افغانستان سفیر زیاته کړه چې هندي پلاوی به په لنډ راتلونکي کې کابل ته ولاړ شي، خو د ځینو هندي رسنیو په وینا د ولسمشر اشرف غني د سفر پر مهال به دا معلومه شي چې هند له افغانستان سره په پوځي برخه کې څه مرستې کوي.

په وروستیو کې هند د افغانستان هوایي ځواکونو ته څلور «Mi-25» جنګي هلیکوپټرې ورکړې او هند هر کال په سلګونو افغان افسران په خپله پوځي اکاډیمي کې روزي، افغانستان غواړي چې د دې افسرانو شمېر نور زیات شي.

په وروستیو کې هند د افغانستان هوایي ځواکونو ته څلور «Mi-25» جنګي هیلکوپټرې ورکړې.

طالبانو د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې هند ته خبرداری ورکړ چې له افغانستان سره مرسته ونه‎کړي.

هند په اقتصادي برخه کې له افغانستان سره د طالبانو د رژیم له ماتې راوروسته تر دوه میلیارده ډالره ډېره مرسته کړې ده.