کلېفلنډ: طالبان افغانستان کې خپلو اهدافو ته نه‌دي رسېدلي

د ناټو په مشرۍ افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند​ جنرال چارلز کلېفلنډ​ وايي چې طالبان نه‎شي کولای په افغانستان کې یوه سیمه ونیسي او له هغې څخه د خپل سټراټیژیک په مرکز په توګه کار واخلي.

جنرال چارلز کلېفلنډ چې پرون د ویډیو کنفرانس له لارې له کابله په بروکسل کې خبریالانو ته څرګندونې کولې هغو اندیښنو ته اشاره وکړه چې ګنې طالبان غواړي په هلمند یا پکتیا کې یوه لویه ساحه ونیسي او د خپل مرکز په توګه کار ترې واخلي.

ښاغلي کلېفلنډ زیاته کړه:

"که د روانو جګړو د موسم په پیل کې د هغو لومړنيو سټراټیژیکو اهدافو ته کتنه وکړئ نو وبه وینئ چې د دوی هدف له پیله همدا و چې د ګڼو خلکو د استوګنې یوه لویه سیمه ونیسي او ویې ساتي څو وکولای شي چې په افغانستان کې دننه د خپلې خوښې مرکز ورڅخه جوړ کړي. خو بالاخره دوی د داسې یوه سټراټیژیک مرکز د ساتنې د فکر په عملي کولو بریالي نه‎شول."

په دې وروستیو کې د چارواکو او څارونکو په حواله په راپورونو کې وویل شول چې ګنې طالبان د پاکستان د استخباراتو په مرسته غواړي د کوټې شورا هلمند ته او د حقاني شبکې مرکز پکتیا ولایت ته انتقال کړي.

جنرال کلېفلنډ وویل، افغان ځواکونو طالبان د خپلو اهدافو ترلاسه کولو ته پرې نه‎ښودل.

کلېفلنډ وویل، د افغان ځواکونو عملیات د تېرکال په پرتله سږکال ډېر اغېزمن وو.

د غوڅ ملاتړ د ماموریت ویاند دا ومنله چې په وروستیو څو میاشتو کې وسله‎والو طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې ځیني سیمې لاندې کړې خو ده زیاته کړه چې د طالبانو په لیکو کې هم ستونزې خورا زیاتې دي.

کلېفلنډ: د طالبانو په لیکو کې ستونزې خورا زیاتې دي.

ښاغلي کلېفلنډ وايي:

"کله ناکله ځینې غلط تعبیرونه اورېدل کیږي چې ګنې طالبان هغه ماتې نه خوړونکی یو موټی ځواک دی چې په پرله‌پسې ډول افغان ځواکونو ته سرخوږی جوړوي او په پرله‌پسې ډول پرمخ ځي. خو موږ پوهېږو چې دا خبره رښتیا نه ده. زه نه غواړم داسې ښکاره شم چې ګنې طالبان کم اهمیته ګڼم یا د هغو توان ته په کمه سترګه ګورم. دوی بې له شکه تر اوسه هم د افغانستان حکومت ته ګواښ کوي او یو لړ ظرفیتونه لري. خو وروستۍ خبره دا ده چې هغو هم خپلې ستونزې لري."

جنرال کلېفلنډ د وسله‎والو طالبانو له‌خوا د ځینو سیمو لاندې کول د هغو موقتي بریا وبلله.

د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ د ماموریت ویاند دا څرګندونې په‌داسې حال کې کوي چې د روان کال له پیله د افغان حکومت وسله‎والو مخالفینو د هېواد په شمال، جنوب او ختیځ کې خپلو حملو ته زور ورکړی.

په شمال کې کندز، په جنوب کې هلمند او په ختیځ کې ننګرهار په خاص ډول د درنو جګړو ډګرونه وو.

په فاریاب، بغلان، پکتیا او ځینو نورو سیمو کې هم سږکال درنې جګړې وشوې چې ګڼ شمېر وسله‎وال، افغان سرتیري او ملګي وګړي په‎کې مړه او ټپیان شول.