ترشتوال: ډېر ژر به د هېواد برخلیک ټاکلو په اړه غونډه راوبلل شي

د حراست او ثبات شورا وايي چې د سیاسي شخصیتونو سره په همغږۍ ډېر ژر د همفکرۍ تر نوم لاندې یوه غونډه جوړوي.

یاده شورا وايي، په دغه غونډه کې به ګډونوال د هېواد د برخلیک په اړه یوه مناسبه پرېکړه وکړي.

د دې شورا ویاند مسعود ترشتوال د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبري غونډې ته وویل چې د نظر وروستیو اختلافونو او په حکومت کې د مدیریت تشه د دې لامل شوې چې یادو ستونزو ته باید د هواري لار ولټول شي.

ښاغلی ترشتوال وايي چې د حراست او ثبات شورا جوړېدونکي دې غونډې ته د هېواد د ننه او بهر مېشتي سیاسي څېرې راوبولي تر څو د هېواد د راتلونکي په اړه ځانګړي وړاندیزونه وړاندې کړي.

هغه زیاته کړه:

"موږ د همفکرۍ په نوم د ټولو داخلي او بهر مېشتو سیاسي قوتونو غونډه رابولو او زموږ باور دا دی چې نور باید د هېواد د برخلیک په اړه خلک پریکړه وکړي."

د حکومت د دوه مشرانو تر منځ اختلافونه، د مدیریت کمزوري، په سیاسي تفاهم لیک د دواړو مشرانو نه عمل هغه انتقادونه دي چې د حراست او ثبات شورا یې اندېښمنه کړې ده.

دا شورا د انتخاباتي اصلاحاتو، د اساسي قانون د لویې جرګې رابللو او د ولسي جرګې انتخاباتو اړوند هم د ملي یووالي حکومت په ناغېړي تورنوي او وايي چې دا ټول د خلکو لپاره نه مننونکي پیغامونه لري.

د حراست او ثبات شورا له یو شمېر سیاسي څېرو او پخوانیو جهادي مشرانو څخه جوړه ده چې تر دې پخوا یې هم د بېلابېلو مسایلو په اړه خپل دريځ څرګند کړی دی.

له دې وړاندې د نوي ملي جبهې په نوم ډلې چې ځان د حکومت سیاسي اپوزیسیون هم بولي هم د حکومت پر دوه کلنو کړنو انتقاد کړی او ویلي یې دي چې د روان وضعیت دوام د افغانستان لپاره خطرناک دی.

د ملي یووالي حکومت ویاندویان وايي، د حراست او ثبات شورا د دریځ په اړه څه نظر نه لري.

خو د ولسي جرګې غړی محمد عارف رحماني وايي چې پر حکومت د منتقدو ډلو ټولې هڅې باید یوازې د اصلاحاتو لپاره وي.

هغه زیاته کړه:

"دا غبرګونونه او دریځ غوره کول په دې معنا نه دي چې موږ دې د حکومت د چپه کولو لپاره هڅه وکړو او یا دې فتواوې ورکړل شي، باید هڅه وشي چې په نظام کې ظرفیتونه فعاله کړو."

له دې سره ښاغلی رحماني وايي چې د حراست او ثبات شورا جوړېدونکې غونډه که د نظام پر وړاندې فتواوې ونه لري د بحران څخه د نجات لپاره خپل اغیز درلودلی شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ