د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۳

احدي: حکومت باید د ځان د مشروعیت لپاره د سیاسینو جرګه جوړه کړي


د افغانستان نوې ملي جبهه چې ځان د حکومت سیاسي اپوزیسیون هم بولي وايي، د ملي وحدت حکومت باید د ځان د مشروعیت لپاره ډېر ژر د سیاسونو یوه جرګه ګۍ جوړه کړي.

د دغې جبهې مشر انوارالحق احدي وایي، د حکومت د دوو کلونو پوره کېدو ته وخت کم پاتې دی او د لویې جرګې د جوړولو امکان نه شته.

د افغانستان نوې ملي جبهه وايي چې د سنبلې له اتلسمې وروسته د حکومت د مشروعیت په اړه بېلابېل تعبیرونه موجودي، خو د سیاستوالو په ګډون ډېر خلک په دې نظر دي چې حکومت باید نور دوام ونه کړي.

د دغې جبهې مشر انوارالحق احدي چې ځان ته د حکومت سیاسي اپوزیسیون هم وايي د چهارشنبې په ورځ یې په کابل کې خبریالانو ته وویل د دې ستونزې د حل لپاره حکومت باید له سیاستوالو سره د مشورې غونډه راوبولي.

هغه زیاته کړه:

"طبعیي ده چې د سنبلې تر اتلسم پورې نه انتخابات کېږي او نه هم لویه جرګه جوړېدای شي، په هغه ډول چې قانوني مشروعیت ورته ووایو هغه هم نشي ترلاسه کېدای، حکومت دې د سیاسیونو یو لوی مجلس دایر کړي، دا ستونزه دې مطرح شي، امکان لري داسې یو توافق ته سره ورسیږو چې په څه ډول د مشروعیت بحران که په سلو کې سل حل نه شو کړای، لږ ترلږه خوبه یې مدیریت وکولای شو."

نږدې دوه کاله وړاندې کله چې د افغانستان د جمهوريت ریاست دویم ځلي انتخابات کړکېچ ته ولاړل د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله ترمنځ د یو توافق په اساس د ملي یوالي حکومت رامنځ ته شو.

نږدې دوه کاله وړاندې کله چې د افغانستان د جمهوريت ریاست دویم ځلي انتخابات کړکېچ ته ولاړل د ملي یوالي حکومت رامنځ ته شو.
نږدې دوه کاله وړاندې کله چې د افغانستان د جمهوريت ریاست دویم ځلي انتخابات کړکېچ ته ولاړل د ملي یوالي حکومت رامنځ ته شو.

د ملي یوالي حکومت توافقنانه چې د ۱۳۹۳ کال د سنبلې په ۱۸ لاسلیک شوه ورکې راغلي چې د دوو کلونو په موده کې به انتخاباتي نظام اصلاح کوي او د اساسي قانوان د تعدیل لویه جرګه به رابلل کېږي.

د افغانستان نوې ملي جبهه وايي حکومت په دې برخه کې په کړیو ژمنو عمل نه دی کړی او اوس چې وخت کم دی حکومت به یې په عملي کېدو ونه توانیږي.

بل لور ته جمهوري ریاست وايي چې د حکومت دوره د اساسي قانون د ۶۱ مادې په اساس په بشپړ ډول روښانه ده او حکومت هڅه کوي ټولې هغه ژمنې چې کړې عملي کړي.

د افغان ولسشمر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال ازادي راډيوته وویل:

مینه پال: دولت د انتخاباتي نظام د اصلاح، د لویې جرګې په ګډون ټولې ژمنې عملي کوي
مینه پال: دولت د انتخاباتي نظام د اصلاح، د لویې جرګې په ګډون ټولې ژمنې عملي کوي

"د افغانستان د اساسي قانون د ۶۱ مادې په اساس د ولسمشر موده معلومه ده، اساسي قانون په دې برخه کې بشپړ وضاحت لري، دولت د انتخاباتي نظام د اصلاح، د لویې جرګې په ګډون ټولې هغه ژمنې عملي کوي چې له ولس او نړیوالې ټولنې سره یې کړې دي."

د افغانستان د اساسي قانون د ۶۱ مادې په یو بند کې راغلي د جمهور رییس وظیفه تر انتخاباتو وروسته د پنځم کال د غبرګولي په لومړۍ نېټه پای ته رسېږي.

د افغانستان نوې ملي جبهه وايي د ملي وحدت حکومت دوه کاله پوره کېږي چې مشروعیت یې ستونزې زیږولي دي.

د دغې جبهه مشر انورالحق احدي وايي چې د حکومت د بشپړ مشروعت لپاره اړینه ده چې د جمهوري ریاست انتخابات ترسره شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG