عبدالله عبدالله: د انتخاباتي سیسټم اصلاح ته لار هواره شوه

د افغان حکومت اجرائیه رئیس وایي، د انتخاباتي سیسټم اصلاح ته لاره هواره شوې ده.

عبدالله عبدالله دا څرګندونې د ملي وحدت حکومت له لوري د انتخاباتي قانون د طرحې د مسودې تر تائید وروسته کوي.

نوموړي د سې شنبې په ورځ د اساسي قانون په اړه د ستراتیژيکو مطالعاتو د مرکز له خوا د یوې شوي سروې په غونډه کې وویل چې له دغو پرمختګونو سره د انتخاباتو ترسره کېدو او انتخاباتي اصلاحاتو ته لاره هواره شوه.

عبدالله: د انتخاباتو د قانون په برخه کې پرون یو پرمختګ وشو.

هغه زیاته کړه:

"د انتخاباتو د قانون په برخه کې پرون یو پرمختګ و شو، یوه پریکړه و شوه چې د انتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې ده او دا د انتخاباتو تر سره کېدو ته لاره هواروي."

تر دې یوه ورځ مخکې جمهوري ریاست اعلان وکړ چې د انتخاباتي قانون تعدیل شوې مسوده د کابینې لخوا تائید شوه.

د ملي وحدت حکومت مسؤلین وایي، دغه مسوده به تر وړاندې شویو وړاندیزونو وروسته د ولسمشر اشرف غني له خوا د یوه تقنیني فرمان په بڼه لاسلیک شي.

د "تک کرسۍ" په بڼه چې له مخې یې باید ولایتونه په څو انتخاباتي حوزو و ویشل شي او کاندیدان یوازي په یوې حوزې کې د بریا حق ولري، د انتخاباتو ترسره کېدل، په انتخاباتو کې د عدالت او شفافیت په نظر کې نیول او داسي نور موارد په دغې طرحې کې ځای پر ځای شوي دي.

د انتخاباتي اصلاحاتو په تړاو د ولسمشر د دویم تقنیني فرمان تر ردېدو وروسته، د ملي وحدت حکومت مشرانو د یوې داسي مسودې د طرحې پر جوړولو پرېکړه وکړه چې ولسي جرګه ته یې له استولو پرته انتخاباتي اصلاحات پیل کړي.

خو یو شمېر انتخاباتي څارونکي دغه مسوده نیمګړې او له مخې یې د انتخاباتو تر سره کېدل ستونزمن بولي.

د انتخاباتو د څار د بنسټ یا اکسین مشر جانداد سپین غر وایي، د تک کرسۍ سیسټم نورو کاندیدانو ته د سیالۍ ساحه محدودوي.

سپین غر: د تک کرسۍ سیسټم نورو کاندیدانو ته د سیالۍ ساحه محدودوي.

هغه زیاته کړه:

"په اوسنیو شرایطو کې د دغې پروسې تطبیق ستونزې هم لري، له یوې خوا نه کمېسیون لازم ظرفیتونه نه لري، تر ټولو مهمه خبره دا ده، هغه کاندیدان چې له سیمه ییزو زورواکو ډارېږي، په وړو حوزو کې سیالي نشي کولای."

خو یو شمېر سیاسي ګوندونه وایي چې حکومت په انتخاباتي سیسټم کې اصلاحاتو ته اراده نه لري او د انتخاباتي قانون د طرحې مسوده باید یوازې په کابینې او یا د اصلاحاتو په کمېسیون پورې محدود پاتې نه شي.

د نوي ملي جبهې مشر انوار الحق احدي ټینګار کوي چې د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره د احزابو له موافقې پرته د تقنیني فرمان صادرول غیر مسوولانه کار دی.

راپور: محمد قسیم سوله مل