د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۳

د جهادي او ملي ګوندونو شورا: د انتخاباتو نېټه دې وټاکل شي


د افغانستان د جهادي، سیاسي او ملي ګوندونو عالي شورا له حکومت څخه غواړي چې خپل ټول پام دې انتخاباتو ته واړوي او ژر تر ژره دې د پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو کره نېټه اعلان کړي.

دا خبره د دغې شورا ویاند سید حامدګیلاني د جمعې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وکړه.

ښاغلي ګیلاني وویل، د جهادي، سیاسي او ملي ګوندونو مشرانو او استازیو د انتخاباتو د ترسره کولو په اړه پریکړه، د دوی په وروستۍ غونډه کې کړې ده.

سید حامد ګیلاني
سید حامد ګیلاني

ښاغلي ګیلاني د دغو ګوندونو د وروستۍ غونډې یوه څلور ماده ییزه پریکړه‎ لیک ولوسته چې په کې راغلي وو:

"د انتخاباتي نظام اصلاح د پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کېدو مشخصه نېټه دې اعلان شي. د شفافو انتخاباتو لپاره د هېواد د نافذو قوانینو په رڼا کې د برېښنايي پېژندپاڼو ویشل حتمي دي."

د جهادي، سیاسي او ملي ګوندونو په پریکړه کې دا هم راغلي وو چې په پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو په انتخاباتو کې دې سیاسي، جهادي او ملي ګوندونو ته ونډه ورکړل شي او په کورنیو او بهرنیو چارو کې اجازه نه ورکوو چې قانون مو د مصلحتونو قرباني شي.

ښاغلي ګیلاني دا هم وویل، د حکومت د مشرانو ترمنځ اختلافونه باید ژر تر ژره حل او چارواکو دې د هېواد اوسنیو سیاسي، اقتصادي، امنیتي او ټولنیزو ستونزه حل ته تدابیر ونیسي.

د انتخاباتو په اړه جمهوري ریاست او اجرائیه ریاست ډېر ځله ویلي چې حکومت د انتخاباتو کولو ته ژمن دی او هڅې یې تېزې کړي څو قانوني، تخنیکي او مالي زمینې ورته برابرې شي.

بل‎خوا د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ ټیفا رئیس نعیم ایوب‎زاده ازادي راډیو ته وویل، د هېواد روان سیاسي او امنیتي وضعیت ته په کتو سره، عادلانه او معیاري انتخابات په لږه موده کې ناممکن دي.

ایوب زاده: عادلانه او معیاري انتخابات په لږه موده کې ناممکن دي.
ایوب زاده: عادلانه او معیاري انتخابات په لږه موده کې ناممکن دي.

ښاغلي ایوب‎زاده زیاته کړه:

"تر هغې چې اصلاحات عملي نه‎شي، کمېشنران بدل نه‎شي، په هره نېټه چې خبرې کیږي، عملي به نه شي. زه یې په روان کال کې یې ناممکنه ګڼم. خو بیا هم که حکومت اراده وکړي نوی فرمان صادر کړي، د غوراوي کمېټه فعاله شي، نوي کمېشنران کولای شي چې وضعیت وڅېړي او د انتخاباتو نېټه وټاکي."

سربېره پردې د افغانستان خلک او مدني ټولنې، په هېواد کې له روان ناوړه وضعیت څخه د وتلو غوره لاره د انتخاباتو ترسره کول ګڼي او دا هغه څه دي چې حکومت یې هم تاییدوي.

خو دا چې حکومت به د انتخاباتو لپاره په څومره وخت کې زمینه برابره کړي، دا به وروسته معلومه شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG