مودي: یو میلیارد او ۲۵۰ میلیونه هندیان له افغانستان سره ولاړ دي

د هند صدراعظم وايي، هېواد به‌یې تل له افغانانو سره وي او د افغانستان په پرمختګ او سوکالي کې به هېڅ ډول مرستې ونه‌سپموي.

نرېندرا مودي وايي، هېواد به‌یې تر هغې په افغانستان کې لویې پروژې او اقتصادي پروګرامونه تمویلوي چې افغانان اقتصادي پرمختګ او سوکالۍ ته ورسېږي.

هغه وویل چې د افغانستان او هند دوستي نه‌ورانېدونکې ده او د لویو پروژو تمویل او د مرستو دوام د دې ملګرتیا د لا ټینګښت سبب ګرځي.

صدراعظم مودي د دوشنبې په ورځ په کابل کې د ستوري ماڼۍ پرانیست غونډې ته په وېډیويي تماس کې وویل چې هندیان به ټول د تل لپاره له افغانانو سره وي او هېڅکله به له خپلې دوستۍ په شاه نه‌شي.

هغه زیاته کړه:

"اجازه راکړئ چې افغانانو ته دا خبره یقیني کړم چې د یوه پرمختللي، سوکاله او ارامه افغانستان په جوړولو کې به یو میلیارده او دوه سوه پنځوس میلیونه هندیان تل له تاسو سره ولاړ وي، له افغانستان سره زموږ د دوستۍ قوت او اصل هېڅکله د ورانېدو او تزلزل نه‌دی، هر څه‌یې چې نتیجه وي هند به د ټولو افغانانو د یوې روښانه راتلونکې لپاره کار وکړي."

ښاغلي مودي د افغانستان ملي شورا ودانۍ، د سلما بند او د ستوري ماڼۍ د پروژو تمویل د لویو پروژو د ترسره کولو لپاره د هند د ادعا اثبات وباله.

سلما برېښنا بند

په دغو پاسنیو پروژو چې تمویل‌يې هند په غاړه اخیستی و څه باندې پنځه سوه میلیونه ډالره لګښت راغلی او اوس ترې ګټه اخیستنه پیل شوې ده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د دوشنبې په ورځ په بهرنیو چارو وزارت کې د ستوري ماڼۍ په پرانیست غونډه کې د هند له مرستو مننه وکړه او ویې‌ویل چې هند له افغانانو سره ملګرتیا له ډېره پخوا پیل کړې او د سوکالۍ د ترلاسه کولو لپاره به دا ملګرتیا همداسې دوام وکړي.

غني: هند له افغانانو سره ملګرتیا له ډېره پخوا پیل کړې.

هغه زیاته کړه:

"د استقلال کومه لاره چې موږ پخوا پرې مزل پیل کړی و پرمختګ او سوکالۍ ته د رسېدو لپاره به همداسې پرې روان واوسو، زموږ اړیکې همدلته نه‌ختمېږي موږ هوډ لرو چې د سولې او سوکالۍ د راوستلو، په وحشت او ترور باندې د غلبې او د خپلو هېوادونو د سوکالۍ لپاره له خپل ټول زور کار واخلو."

ولسمشر غني وویل، هند په افغانستان کې د لویو پروژو په تمویل او هر اړخیزو مرستو سره ثابته کړې چې ملګرتیا یې ورځ تر بلې مخ په پخېدو ده.

ځینې سیاسي کارپوهان بیا د هند مرستې که څه هم مؤثرې بولي، خو وايي، که په پوره احتیاط ترلاسه نه‌شي خطرناکې تمامېدلی شي.

د کابل پوهنتون استاد او سیاسي کارپوه فیض محمد ځلاند ازادي راډیو ته وویل هند او پاکستان په افغانستان کې د نیابتې جګړې په خاطر مرستې او اړیکې تنظیموي او که د هند مرستې د افغانستان د ملي ګټو په پام کې نیولو سره ونه‌شي د ګټې پر ځای به تاوان ورسوي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی