د افغانستان دفاع وزیر له تازه دمه ځواکونو سره کندز ته رسېدلی

د افغانستان د ملي دفاع وزیر له تازه دمه ځواکونو سره کندز ته رسېدلی دی.

د کندز سیمه ییز چارواکي، دغه ولایت ته د عبدالله حبیبي د سفر هدف له نېږدې د دغه ولایت د امنیت وضعیت څېړل ښي.

ښاغلي حبیبي په کندز کې د یوې خبرې ناستې پرمهال ډاډ ورکړ چې افغان ځواکونو په دغه ولایت کې د وسله والو مخالفیونو پراخې حملې په شاه تمبولې دي.

ښاغلي حبیبي همدا راز وویل چې افغان ځواکونه به ډېر ژر په کندز کې پراخ تهاجمي عملیات پیل کړي، خو د دقیقي نېټې په اړه یې څه ونه ویل:

"تاسو مطمین اوسې چې موږ به دښمن ته هیڅکله دا مجال ورنکړو چې ناوړه عملیات وکړي، همدا اوس زموږ نور تدابیر بشپړ شوې دي او دغه خلک چې تخریبي عملیات کوي په کلکه به یې مخه ونیسو."

په ورته وخت کې د کندز والي اسدالله عمر خېل بیا وايي چې افغان ځواکونه په کندز کې په قوي مورال جګړه پرمخ وړي.

ښاغلي عمر خېل همدا راز پر یو شمېر سیاسي مبصرینو هم له دې کبله انتقاد وکړ چې ګواکې د کندز د وضعیت په اړه په خپلو منفي بحثونو سره د خلکو ذهنونه خرابوي.

وسله والو مخالفیونو له شاوخوا یویې میاشتې راهیسې په کندز کې خپل بریدونه پراخ کړي، خو افغان امنیتي چارواکي وايي، اجازه به ورنکړي چې مخالفین په دغه ولایت کې ډېرې سیمې لاندې کړي.

د یادونې وړ ده چې د شنبې په ورځ وسله والو مخالفینو د دغه ولایت خان اباد ولسوالي د څو ساعتونو لپاره نیول چې وروسته بېرته د افغان ځواکونو له خوا ونیول شول.

د کندز د ولایتي شورا غړي هم ددغه ولایت امنیتي وضعیت د اندېښې وړ بولي او وايي چې د حکومت د نه پاملرنې له امله کندز ښار او څو ولسوالۍ د محاصرې سره مخامخ دي.