د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

صدیقي: د خان اباد ولسوالۍ د سقوط څرنګوالي په اړه څېړنه کوو


د کندز سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو ځواکونو د یاد ولایت خان اباد ولسوالي چې څو ساعته د طالبانو لاس ته لوېدلې وه، بېرته ونیوله.

د کندز والي اسد الله عمرخېل تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې دغه ولسوالي په یو ساعته عملیاتو کې بېرته له طالبانو څخه پاکه شوه.

د کندز والي اسدالله عمرخېل
د کندز والي اسدالله عمرخېل

هغه زیاته کړه:

"د خان اباد په ولسوالۍ کې له پنځو ورځو جګړو نه وروسته طالبانو د څلورو ساعتونو په لپاره خان اباد ولسوالي نیولې وه او د یو ساعت عملیاتو په ترڅ کې بېرته د طالبانو له وجود څخه پاکه شوه."

عمرخېل د پرونیو خبرونو په اړوند چې ځیني سرتېري په محاصره کې پاتې وو، زیاته کړه چې ټول محاصره شوي سرتېري پرون شپه راخوشي شول.

هغه زیاته کړه:

"یو سړی هم په محاصره کې نه دی پاتې، محاصرې مخکې ماتې شوې وې، د شپې له خوا او بعضي خلک چې په هره ساحه کې بند پاتې وو هغوی ټول راایستل شوي وو."

د شنبې په سهار طالب وسله والو افغان سرتېري تر سختو نښتو وروسته له خان ولسوالۍ څخه شاتګ ته اړ کړل، خو د ماښام د اوو بجو په شا و خوا کې بېرته وایستل شول.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي چې تېره شپه يې، په کابل کې د دفاع وزارت له ویاند سره په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې خبریالانو ته ځواب ورکاوه، وویل؛ د خان اباد په ولسوالۍ کې د امنیتي ګواښونو د پوره له منځه وړلو لپاره د افغان ځواکونو تصفیوي عملیات په کلکه دوام لري.

صدیقی وویل، سره له دې چې نوي ځواکونه کندز ته رسېدلي د خان اباد د سقوط په باب به هم څېړنې وکړي.

​هغه زیاته کړه:

"د خان اباد د سقوط په باب، دا چې څه شوي وو او ولې زموږ ځواکونو له خپلو سیمو څخه ساتنه نه وه کړې، باید پلټنې وشي، څو موږ خالیګاوې پیدا کړو، چېرته چې د تجهیزاتو او اکمالاتو ستونزه موجوده وه، د امنيې قوماندانۍ، د زون قوماندانۍ او همدا شان د افغانستان ملي اردو رسونه کړې، اما پریږدئ پلټنه وکړو چې آیا رښتیا هم په خان اباد کې ځای په ځای شویو قوتونو هیڅ نه درلودل یا کومه بله ستونزه وه."

تر دې مخکې د خان اباد ولسوال حیات الله امیري فرانس پرس خبري اژانس ویلي و چې د دوی غوښتنې د مرستندویو قوتونو په اړه له نظره غوځول شوي دي.​

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري په همدغه مطبوعاتي ناسته کې وویل چې په کندز کې په پوره اندازه قوتونه شته او دغه ولایت به هیڅکله د وسله لخوا سقوط ونه کړي.

وزیري: کندز کې پوره قوتونه شته دغه ولایت به هیڅکله سقوط ونه کړي.
وزیري: کندز کې پوره قوتونه شته دغه ولایت به هیڅکله سقوط ونه کړي.

هغه زیاته کړه:

"په کندز کې موږ د پامیر شلمه قطعه لرو، کمانډو او ضربتي ځواکونه په کندز کې دي او ملي پولیس او محلي پولیس هم په کندز کې شته، مرستندویه قطعې چې کندز ته تللي زموږ ځانګړې قطعې دي، د دې تر څنګ په کابل کې هم په پوره اندازه قطعې شته چې د اړتیا په صورت کې یې کندز ته لېږلی شو."

وزیري دغه راز وویل چې په کندز کې پوره هوايي، ځواکونه هم لري او که اړتیا وي د د قاطع ملاتړ هوایي ځواکونه له دوی سره مرسته کوي.

وزیري: کندز کې پوره هوايي ځواکونه هم لرو.
وزیري: کندز کې پوره هوايي ځواکونه هم لرو.

مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو چې د دغې ډلې وسله والو جنګیالیو د خان اباد د نیولو په وخت پوځي موټرونه او وسلې ترلاسه کړي دي.

لا روښانه نه ده چې وسلې او موټرونه بېرته د افغانستان د امنیتي ځواکونه لاس ته ورغلي او که نه.

د خان اباد نښتو په عادي خلکو هم تاثیر کړی.

د یادې ولسوالۍ یوه تن اوسېدونکي عبدالستار فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي چې خلکو خپل کورونه او دوکانونه پرې ایښي او وتلي دي.

د کندز یوه بل اوسیدونکي ننګیالي جان د رویترز اژانس ته په خبرو کې د یادې ولسوالۍ د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه:

"وضعیت ډېر ناوړه او خطرناک دی، کومه دی دولت؟ کومه ده پوښتنه او ګروېږنه؟څلورې خواوې بندې دي، د خان اباد لاره بنده ده، د چاردرې لاره بنده ده، د خلکو زامن مري، پایپاکه دربدري ده."

خو امنیتي دفاعي ځواکونه د کندز د والي په ګډون د سیمې خلکو ته ډاډ ورکوي چې کولای شي، د خان اباد په ولسوالۍ کې خپلو کورونو ته ولاړ شي او وايي، کندز به هیڅ وخت سقوط ونه کړي.

یوازې کندز د نښتو شاهد نه دی، بلکې بغلان، هلمند او ننګرهار هم په دې ورځو کې د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفینو د نښتو ډګرونه دی.

XS
SM
MD
LG