ایوبي: د حکومت نه پاملرنې له امله کندز محاصرې سره مخامخ دی

د کندز د ولایتي شورا غړي وايي، د حکومت د نه پاملرنې له کبله اوس مهال کندز ښار او د دې ولایت یوشمېر ولسوالۍ د محاصره په حالت کې دي.

دوی وايي،د کندز مرکز اړوند په نږدې سیمو کې له پنځو ورځو راهیسې د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ درنه جګړه جریان لري.

د کندز د ولایتي شورا رئیس محمد یوسف ایوبي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د دغې جګړې له کبله پر کندز ښار برېښنا پرې شوې او د څښاک اوبه بندې شوي دي.

ښاغلي ایوبي وویل:

"د کندز – تخار همدارنګه د کندز– شیرخان بندر پر لويو لارو باندې له څو ورځو راهیسې جګړه دوام لري او د کندز ښار باندې برېښنا قطع شوې همدارنګه د څښاکو اوبه بندې شوي دي او په ټوله کې خلک ډېر اندېښمن دي."

د یادې شورا یو بل غړی وايي، شپږ ورځې کېږي چې د کندز – تخار لويه لاره د ترافیکو پرمخ تړل شوې چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

کندز - تخار لویه لار

اسدالله سادات ازادي راډیو ته وویل چې دا مهال ددې ولایت په شپږو ولسوالیو کې وسله والو طالبانو خپلو بریدونو ته زور وکړی او خلک یې هم په وېره کې اچولي.

نوموړي زیاته کړه چې تېر کال د کندز ښار له سقوط نه وروسته دوه ځلې ولسمشر محمد اشرف غني او درې ځلې د حکومت یوشمېر نورو جګ پوړو چارواکو دې ولایت ته سفرونه کړي چې د یاد ولایت د امنیت ښه کېدو په اړه بې شمېره ژمنې کړي خو عملي شوي نه دي.

​سادات زیاته کړه:

"له موږ سره ولسمشر همدارنګه د ملي دفاع او د کورنیو وزیرانو ژمنې وکړې، خو دوی خپلې ژمنې په عمل کې پیاده نه کړې چې له کبله یې په کندز کې امنیتي وضعیت ورځ تربلې په مخ په خرابېدو دی."

بل خوا د کندز ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې مرکزي حکومت او ددې ولایت سیمه ییزه اداره جدي اراده لري، څو دغه ولایت ډېر ژره د وسله والو طالبانو له شتون څخه تصفیه کړي.

د کندز والي اسدالله عمرخېل، ددې ولایت خلکو ته ډاډه ورکوي چې دغه ولایت بیا ځل سقوط نه کوي او پر خلکو باندې غږ کوي چې پرته له کومې وېرې خپلو ورځنیو فعالیتونو ته ادامه ورکړي.

د کندز والي اسدالله عمرخېل

ښاغلي عمرخېل په دې اړه ازادی راډیو ته وویل:

"دښمن خپل تهاجمي عملیات د کندز په بېلابېلو سیمو کې د روانې میاشتې په ۲۵ مه نېټه پیل کړي دي چې تراوسه پورې د دښمن ۵۵ کسان وژل شوي او ۵۷ تنه ټپیان شوي دي، همدارنګه دو عرادې هاموې ټاکنونه او دو عرادې رنجر موټرونه یې تخریب شوي دي."

د ولایتي شورا د غړیو دغه اندېښنې په داسې حال کې رابرسېره کېږي چې تېره ورځ د کندز خان اباد ولسوالۍ سقوط وکړ، خو له څو ساعتونو سقوط وروسته تېره شپه د افغان ځواکوو له خوا بېرته ونیول شول.

تر اوسه پورې وسله والو طالبانو د خپلو کسانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

راپور: اجمل آرین